کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي چې دوی تر اوسه هیڅ قراردادونه نه دي کړي او سږ کال د حج فریضې ادا کولو امکان ډېر کم دی.
بلخوا راپورونه وایي چې د سعودي عربستان حکومت نن شپه د حج په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب د غویي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تراوسه د سعودي حکومت له خوا د دغه وزارت تدارکاتي پلاوی نه دی منل شوی او هغوی ته وېزې هم نه دي ورکړل شوې.
هغه زیاته کړه:« غالبا دغه وضعیت ته په کتلو سره سږکال حج نه کیږي, البته که یو ناڅاپه د سعودي حکومت غږ وکړ, نو موږ به خپل ټول امکانات په کار واچوو ترڅو خپل حاجیان د حج مراسمو لپاره آماده کړو.»
دده په وینا چې سږ کال د حج مراسمو لپاره تر اوسه هیڅ ډول قرارداد نه دی شوی.
د اریانا افغان هوایي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي پژواک خبری اژانس ته وویل، چې تراوسه د حج اواوقافو وزارت له خوا د حج مراسمو ترسره کېدو په اړه له دوی سره خبرې نه دي شوي, خو دوی ورته پوره چمتو والی لري.
ده زیاته کړه:« سږ کال د حاجیان د لېږد قراردادونه ټول اریانا افغان هوایي شرکت ته ورکړل شوي او څو ورځې مخکې موږ د تدارکاتو له ملي ادارې سره په دې اړه په یوه ناسته کې خبرې وکړې, خو په قرار داد کې یو شرط زیاته شوی چې که د حج مراسم ترسره نه شول دواړه طرفین به یو بل ته مکلفیت و نه لري.»
دده په وینا, که چېرې سږ کال د حج مراسم ترسره شي دوی ورته پوره چمتوالی لري.
د ملي تدارکاتو ادارې مشر عمر الهام هوتکي پژوک اژانس ته وویل، چې د تدارکاتو ملې ادارې د حج مراسمو اړوند ټول قراردادونه په دې شرط کړي که چېرته د حج مراسم ترسره شي نو هغوی به خپل چمتووالی ونیسي.
ده زیاته کړه:« که چېرته د سعودي عربستان حکومت ناوخته د حج مراسمو ترسره کېدو په اړه پرېکړه وکړي نو قرار دادیان به ونه شي کړای چې پوره چمتوالی ونیسي ځکه د هغوی کارونه هم ډېر زیات کار ته اړتیا لري.»
ده زیاته کړه، کوم معلومات چې دوی د سعودي حکومت څخه لري نو سږ کال به د حج مراسم نه ترسره کیږي او تراوسه د سعودي حکومت هم ددغو مراسمو ترسره کېدو لپاره هیڅ ډول چمتو والی نه لري.
د یادونې ده، چې له افغانستان څخه هر کال سعودي عربستان ته ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ځي.
login or register a new account.