ژبه

په بنګله دېش کې بند پاتې افغان محصلین کابل ته راولېږدول شول

کابل(پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو له امله چې ۱۲۴ افغان محصلين په بنګله دېش کې بند پاتې وو، د افغانستان دولت په لګښت کابل ته راولېږدول شول.

د لوړو زده کړو وزارت د وياند مرستيال حنيف فرزان نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه محصلين د چيتاګونګ په ايالت او دبنګله دېش د پلازمېنې په ډاکه ښار کې په زده کړو بوخت وو.

دی وايي، په يادو محصلينو کې ۱۱۱ نجونې او ۱۳ نارینه شامل دي.

د يادونې ده چې د تګ راتګ او ګرځبنديز تر لګېدو او د بهرنيو الوتنو تر بندېدو وروسته سلګونه افغان مسافر د لسګونو محصلينو په ګډون په بهرنيو هېوادونو کې بند پاتې وو چې افغانستان ته راولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د وري په نهمه ګرځبنديز اعلان کړ او نن يې د کسب او کار په موخه کړنلاره تصويب کړه چې سر له سبا به په ټول کې هېواد کې پلې شي چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټول خصوصي او دولتي ښوونځي او پوهنتونونه به تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې رخصت وي.

په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړچې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۸۲ نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۵۵۱ تنو ته لوړ شو.

login or register a new account.