منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان دوه کسان وژل شوي او درې نور نیول شوي”

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۸ کتنې

اسداباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹): ځایي حکومتي سرچینې وایي، د ملي امنیت ځواکونو په کونړ کې پنځه وسله وال مخالفین چې دوه په کې د تحریک طالبان پاکستان غړي دي، وژلي او د یاد تحریک درې وسله وال یی نیولي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ د بچي په سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینه لیکي، په دغو عملیاتو کې د دولت پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي چې دوه په کې د تحریک طالبان پاکستان غړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیات د دولت یو وسله وال مخالف ټپی شوی هم دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان درې غړي له وسلو سره نيولي دي.

د خبرپانه له مخې، په دغو عملیاتو کې د ملي امنیت ځواکونوته زیان نه دی رسېدلی.

د دولت وسله والو مخالفینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه