ژبه

محب: طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او له افغان حکومت سره یې خبرې ځنډولې دي

کابل(پژواک،۱۹ چنګاښ ۹۹) د ناټو سازمان ملکي سفير وايي چې دوی په دوامداره توګه له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتره د چنګاښ په ۱۹مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ناټو سازمان له ملکي سفیر سټیفانو پانټیکورو سره په کتنه کې د افغانستان د امنیت او سولې په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر ویلي چې ناټو په دوامداره توګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

سرچینې زیاته کړې، د ناټو ملکي استازي د سولې په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت له هڅو څخه د ستاینې ترڅنګ وویل چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې مذاکراتو لپاره لازم اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دملي امنیت سلاکار وویل، طالبانو په دې حساسو شېبو کې تاوتریخوالی زیات کړی او د افغانستان له دولت سره یې د سولې مخامخ خبرېځنډولي دي.

login or register a new account.