منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: د خوست د کرنې رییس د غلام خان بندر د ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه جوړوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۷ زمری ۹۹): د خوست يو شمېر سوداګر وايي چې ددغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریيس د غلام خان بندر د ټرانزيټ په مخ کې په شعوري ډول خنډونه جوړوي.

دوی چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسيده نن د «چنګاښ ۷مه» د کرنې او مالدارۍ رياست په مخ کې په اعتراضيه ډول راټول شوي وو تور پورې کړ، چې ددغې ادارې مشر دا کار د ځينو مافيايي کړيو په اشاره ترسره کوي.

دوی وايي دا مهال د کرښې هغې غاړې ته په سوداګريزو مالونو بار لسګونه موټر ولاړ دي او د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنير حفيظ الله شاه نوري ورته په دې بهانه چې ګني د ترانزيټ اسناد نه لري، د را اوښتو اجازه نه ورکوي.

د غلام خان بندر مياشت وړاندې د دواړو حکومتونو په ګډ تفاهم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو او د اپټا په غونډه کې چې شايد دوه اونۍ وروسته جوړه شي، د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ به په کې ددغه بندر رسمي ترانزیټ تړون هم لاسلیک شي.

خو دغه سوداګر وايي چې د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس او ځيني نور حکومتي چارواکي په لوی لاس غواړي د غلام خان بندر د ترانزيټ په وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

د مراد خاورين په نوم يو تن سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل: (( په کومو اصولو له مانه سرټيفيکېټ يا د ترانزيټ اسناد غواړي، سرتيفيکېټ دې هلته واخلي چې قانوناً دی هلته ابادي وکړي او لار ترانزيټ شي او همدا ډول د ټېسټېنګ ماشينونه دې کيږدي.))

د خوست د سوداګرۍ او صنايع خونې مشر نواب اميرزی هم وايي ددغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریيس انجنير حفيظ الله شاه نوري د مافيايي کړيو په اشاره او همدا ډول د خپل جيب د ډکولو په موخه سوداګرو ته په دې لار د مالونو د را واردلو اجازه نه ورکوي.

هغه وايي د سرټيفيکېټ د درلودلو غوښتنه چې د کرنې رئيس له سوداګرو کوي، بې اساسه ده، ځکه پر وينا يې چې تراوسه دا لار په رسمي ډول نه ده ترانزيټ او دا مهال په ازمايښتي ډول د دوه اړخيزې سودګرې پرمخ پرانيستل شوې.

دی وايي: ((دکرنې ریيس يو خو هر موتر چلونکي سره ځانته معامله غواړي چې ويې کړي او کړې هم ده او زه شواهد پرې لرم، بل دده ستراتيژيک هدف دا دی چې دا لار بايد ترانزيټ نه شي او هغې خلکو نه پيسې اخلي.))

ورته مهال د خوست د ولايتي شورا ریيس کفيل ريحان بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، ولايت مقام تقريباً دوه اونۍ وړاندې د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس ته مکتوبي هدايت کړی، چې له سوداګرو د سرټيفيکېټ غوښتنه ونه کړي، خو په وينا يې چې ولايت مقام ورته د اصلي مکتوب پرځای يواځې کاپي ليږلې، چې د اداري اصولو له مخې پرې اجرات نه شي کيدلی.

هغه زياتوي: ((تقريباً اتيا سلنه د غلام خان بندر د ترانزيټ کار شوی دی، خو په ډول ډول بهانو ورته خنډونه پيدا کيږي، خو موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې ددې کار مخه ونيسي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست د کرنې او مالدارۍ ریيس انجنير حفيظ الله شاه نوري نظر هم واخلي، خو ونه توانيدو.

بل لور ته د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د سوداګرو ستونزې اوريدلي دي او ډېر ژر به د هغوی ستونزو ته د حل لار ولټول شي.

دی زياتوي: ((د غلام خان لار نوې خلاصه شوې او د ترانزيټ لور ته روانه ده، د زراعت وزارت مقرره ده چې د امتحاني دوري په تطبيق کې يو شمېر ستونزې وې. جانب لوری ګاونډي هېواد څخه چې کوم مواد راځي، هلته تاسيسات نه لري. موږ د سوداګرو ستونزې اوريدلي او د حل لپاره به يې لار پيدا کړو او د اوس لپاره زراعت رياست لارښوونه شوې.))

تمه دا وه چې د غلام خان بندر په پرانيستل کيدو سره به د خوراکي او غیر خوراکو توکوپه بيو کې د پام وړ ټيټوالی راشي، خو تر دې دمه په کې ښکاره توپير نه دی راغلی او سوداګر يې لامل د کرنې او مالدارۍ رئيس ناقانونه غوښتنه بولي، چې له دوی يې کوي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد