ژبه

بلخ کې له يوې ښځې تر وژلو وروسته سترګې ايستل شوې دي

مزارشريف ( پژواک، ۲۲ زمرى ، ۹۹) :په  بلخ کې ولايت کې د يوې مېرمنې جسد موندل شوی، چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل د زمري په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د چهاربولک ولسوالۍ په شش پيکال سيمه کې رامنځته شوې ده.

د عادل په خبره، دغه مېرمن واده شوې وه؛ خو دوه کاله مخکې يې له خپل خاوند څخه طلاق اخيستی و او دمګړۍ د پلار په کور کې اوسېده.

د بلخ د پوليسو وياند وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې، ياده مېرمن د زمري په ۱۶مه، د خپل پلار له لوري وژل شوې ده.

عادل همدا راز وويل، له وژل کېدو وروسته د نجلې سترګې هم ايستل شوې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي امرالدين پژواک ته وويل چې ياده پېښه نږدې دوه اوونۍ  مخکې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، دغه مېرمن چې ۳۰ کاله عمر يې درلود، د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې ده.

د بلخ د پوليسو وياند پژواک ته وويل، قاتل چې د نجلۍ پلار دی دمګړۍ تښتېدلی؛ خو د پوليسو تر تعقيب لاندې دی.

login or register a new account.

ورته موضوع