ژبه

“حکومت باید د څېړنیزو راپورونو د تعقیب په اړه بې پروایي ونه کړي”

کابل (پژواک، ۳ وږى ٩٩): د ژورنالېستانو ملي ټولنه، د څېړنیزو راپورونو د تعقیب لپاره د میکانیزم پر جوړولو ټینګار کوي، وایي د دا ډول راپورونو په اړه د حکومت بې پروایي ښیي چې له فساد سره د مبارزې هوډ نه لري.  

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې اجرائیوي مسوول شعیب فنا نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې په څېړنیزو راپورنو کار کول ساده کار نه دی، هر خبریال او هره رسنۍ چې د څېړنیزو راپورونو خپرولو جرائت کوي، حکومت یې باید ملاتړ وکړي او راپورونه یې تعقیب کړي.

ده زیاته کړه، چې په تېرو څوو میاشتو کې پژواک خبري اژانس، هشت صبح او اطلاعات روز ورځپاڼو او پیک څېړنیز مرکز بېلابېل څېړنیز راپورونه خپاره کړل، خو حکومت په دې اړه تر اوسه هیڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی؛ په داسې حال کې چې په فساد کې ښکیل کسان باید عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي وای.

ده وویل، چې پژواک خبري اژانس او هشت صبح ورځپاڼې د راپورونو تر خپرېدو وروسته حکومت د «بازرس» یا بیا پلټنې په نوم اداره جوړه کړه، خو تر اوسه یې عملي کار څرګند نه دی.

هغه یادې ادارې ته په اشارې وویل، چې رسنۍ او خلک د دغې ادارې له میکانیزم څخه خبر نه دي او حکومت باید د څېړنیزو راپورونو د تعقیب لپاره باید یوه روښانه میکانیزم او په دې برخه کې د رسنیو د استازو په ګډون یوه ځانګړي اداره جوړه کړي.

ده زیاته کړه، څېړنیزو راپورونو ته د حکومت پام نه کول د دې ښکارندویي کوي چې حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره اراده نه لري.

ازاد خبریال عنایت الله زیارمل هم په دغه ناسته کې وویل:«سره له دې چې له فساد سره مبارزه د حکومت دنده ده خو څېړنیزو راپورونو ته حکومت ځکه پام نه کوي چې حکومتي کړۍ په کې ښکېلې دي.»

د هغه په وینا، که حکومت له فساد څخه د مخنیوي په موخه په رښتینې توګه د رسنیو خپاره شوي راپورونه تعقیب کړي، رسنۍ هم چمتو دي چې په تړاو یې ورسره اړینه مرسته وکړي.

login or register a new account.