ژبه

د افغانستان د سینما لوبغاړې صبا سحر په کابل کې په یوه برید کې ټپي شوه

کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د کابل پولیس وایي، د سینما لوبغاړې او د کورنیو چارو وزارت کارکوونکې صبا سحر له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره نن سهار په کابل ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر صبا سحر برید د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې هغه مهال ترسره شو خپل دفتر ته پر لاره وه.

هغه وایي چې صبا سحر له موټر چلوونکي او ساتونکي سره چې په دغه برید کې ټپیان شوي، روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

فرامرز له جزئیاتو پرته وویل، پر دې سربېره چې سحر هنري فعالیتونه لري، د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعو قوماندانۍ په چوکاټ  کې هم کار کوي.

د پولیسو د ځانګړو قطعو د بشر حقونو مرستیالۍ د فېسبوک د معلوماتو پر اساس، سمونواله سحر د دغه وزارت د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړو قطعو د قوماندانۍ د استازې په توګه کار کوي.

پر سحر د برید مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په کابل کې د خلکو ترور ډېر شوی دی.

د زمري پر لومړۍ نېټه هم د ملي دفاع وزارت یو افسر د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د نامعلومو وسله والو له ووژل شو او تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس عبدالباقي امین د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په موټر کې د ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله ووژل شو او څو نور کسان نو هم په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

د یادونې ده، د جنایي جرمونو، هدفي وژنو او ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو د ډېرېدو پر دوام د کابل امنیه قوماندان له دندې ګوښه او پر ځای یې جمعه ګل همت د امنیې قوماندان په توګه وټاکل شو.