ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ډېر ژر به د کرکټ د يوه نوي نړيوال لوبغالي لپاره ځاى مشخص شي

ولسمشر غني: ډېر ژر به د کرکټ د يوه نوي نړيوال لوبغالي لپاره ځاى مشخص شي

author avatar
6 Sep 2020 - 09:19
ولسمشر غني: ډېر ژر به د کرکټ د يوه نوي نړيوال لوبغالي لپاره ځاى مشخص شي
author avatar
6 Sep 2020 - 09:19

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې کرکټ د ټولو افغانانو لوبه ده او ژمنه يې وکړه چې د ښاري پراختیا عالي شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوي سټېډیوم جوړولو لپاره مشخص ځای وټاکل شي.

له ارګه د وږي په ١٦مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره شپه د شپږیزې کرکټ سياليو اووم پړاو د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل ښار د کرکټ په نړيوال سټېډیوم کې نیول شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې د ولسمشرۍ لومړي مرستیال، د مشرانو جرګې ريیس او یو شمېر نورو لوړپوړو  چارواکو هم شتون درلود.

په پیل کې د کرکټ بورډ لوی ريیس فرهان یوسفزي له کرکټ څخه د ولسمشر له همېشني ملاتړه مننه وکړه وې ویل، تاسې د هېواد په تاریخ کې لومړنی ولسمشر یاست چې ځوانانو ته مو په سیاست کې لویه برخه او لومړیتوب ورکړ.

هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به په کرکټ بورډ کې لا زیات اصلاحات راشي.

ولسمشر غني د خپلې وینا پر مهال د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره د لیدنې په موخه وروستي سفر ته په اشارې وویل، کرکټ په ټول افغانستان پورې تړاو لري او دا د افغانانو لپاره د عزت او لوی ویاړ لوبه ده.

هغه د کرکټ لوبغاړو ته په اشارې وویل، تاسو په ملي او نړيوالو لوبغالو کې د جمهوریت لوی بیرغ په ویاړ او عزت رپولی. کله چې غم راځي، تاسو خوښي راوړئ او د ټیمي کار وړتیا مو ښودلې او د افغانستان د ملي یووالي استازي او سفیران یاست.

ولسمشر وویل، تاسو نړیوالو ته ثابته کړه چې افغانان د تېر بندیان نه دي، د راتلونکي لپاره پلان لري او موخه ټاکلی شي.

د نوموړي په وينا، تاسو یو ټېم نه یاست، بلکې د افغانستان د راتلونکي او هر افغان داستان یاست  او ځوانانو ته مو د راتلونکي هیله ورکړه او غواړو چې د کرکټ تاریخ بریالۍ تجربه تکرار کړي.

اشرف غني څرګنده کړه: ((افغانستان څوک نه شي وېشلی، په افغانستان کې زه او ته نشته، موږ یو او زموږ ملي اراده هېڅوک تر پښو نه شي لاندې کولای.))

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د کرکټ لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د ښاري پراختیا عالي شورا راتلونکې غونډه کې به د نوي سټېډیوم جوړولو لپاره مشخص ځای وټاکل شي او د افغانستان د کرکټ د همېشني ملاتړ له امله یې له خصوصي سکتور مننه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.