منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ د غازي اباد ولسوالې د ملي امنیت مدیر او دوه ماشومان ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۲ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹) : د کونړ ولایت غازي اباد ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ملي امنیت مدیر او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول فرید الله دهقان  د وږي په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې  نن مازیګر پنځه بجې د غازي اباد ولسوالۍ د نشګام په سیمه کې په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوو چاودیدونکو چاودنه کړې وه.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د غازي اباد ولسوالۍ د امنیت مدیر او دوه ماشومان وژل شوي .

نوموړي وویل چې دغه راز په چاودنه کې ددوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د دهقان په وینا، ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او دا چاودنه ددولت وسله والو مخالفینو لخوا شوې وه.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه