ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس اخيستو ته اړ کړای شي

ولسمشر غني: طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس اخيستو ته اړ کړای شي

author avatar
22 Sep 2020 - 17:28
ولسمشر غني: طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس اخيستو ته اړ کړای شي
author avatar
22 Sep 2020 - 17:28

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس اخیستو ته اړ کړای شي، اوربند وکړي او دا ومني چې له نظامي لارې د ستونزې حل ته نه رسېږي.

له ارګه د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجیان سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د چین سفیر هم حضور درلود.

د چين استازي وويل: ((زه د دې لپاره افغانستان ته راغلی یم چې د وروستیو تحولاتو په اړه ستاسو نظریات واورم.))

هغه د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د ټولشموله سولې ملاتړ وکړ، وې ویل، د سولې لپاره رامنځته شوې فضا ستاسو د رهبرۍ او هڅو پایله ده چې بالاخره د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مخامخ مذاکرات پیل کړل.

لیوجیان وايي، د افغانستان سوله حساسې مرحلې ته رسېدلې او چین د سولې په برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ اعلانوي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د افغانستان د سولې، انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو تګلارې ملاتړ کوو او هیله لرو ټول اړخونه له دغه فرصت څخه ښه استفاده وکړي.))

ولسمشر په دې ليدنه کې وویل، له چین سره د افغانستان اړیکې دوستانه او پر ګډو ګټو متمرکزې دي او هیله دا ده چې د افغانستان په اړه د چین لیدلوری د سیمه ییز ثبات، اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ پراختیا پر اساس وي.

اشرف غني وايي، له ترهګرۍ سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهمه ده او په همدې دلیل باید د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو لیدلوری د سیمه ییزو همکاریو پر بنا وي.

ده زياته کړه: ((موږ د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول چین سره د اړیکو او په ځانګړي ډول اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي یو.))

ولسمشر د سولې پروسه کې د چین رول ته په اشارې وویل، طالبان باید له تاوتریخوالي څخه لاس اخیستو ته اړ کړای شي، اوربند وکړي او دا ومني چې له نظامي لارې د ستونزې حل ته نه رسېږي.

هغه په افغانستان کې د بهرنیو ترهګريزو ګروپونو فعالیت د سیمې امنیت ته ګواښ یاد کړ، وې ویل، له امریکا سره د طالبانو د فبروري د ۲۹مې له تړون څخه وروسته سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه تاوتریخوالی باید سمدستي ودرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.