منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان وېزه غوښتونکو په یوه اوونۍ کې دویم ځل لاریون وکړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د پاکستان د وېزې سلګونو غوښتونکو د دغه هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارانو پر فعالیت نیوکه وکړه او وایي چې کمېشن کارانو او په سفارت کې موظفو امنیتي ځواکونو ته له بډې ورکولو پرته د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي.

په یوه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره نن بیا د پاکستان د وېزو سلګونو غوښتونکو د وېزو د بهیر پر ځنډ، کمېشن کارانو پر فعالیت او د وېزې د ترلاسه کولو لپاره د پولیسو له خوا پر بډې اخیستوپه اعتراض کې پر لاریون لاس پورې کړاو شا خوا یو ساعت یې د کارته پروان-بره کي لاره وتړله.

د پاکستان وېزه غوښتونکې مارینا په داسې حال کې چې د پاکستان سفارت ودانۍ د دروازې په څنګ کې ولاړه وه،پژواک ته وویل، شاوخوا پنځه ورځې کېږي چې د وېزې ترلاسه کولو لپاره د دغه هېواد سفارت ته راځي، خو تراوسه نه ده توانېدلې وېزه ترلاسه کړي.

هغې زیاته کړه: «نه یوازې نران، بلکې مېرمنې هم د شپې دوه بجې راځي او هغه کسان چې له ۵ تر ۲۰ زرو بډې ورکوي، له نوبت پرته ورته د دننه کېدو اجازه وکول کېږي؛ خو هغه کسان چې پیسې نه ورکوي، څو ورځې کېږي چې د سفارت د دروازې شاته په تمه دي.»

نوموړې پر پولیسو له کلکې نیوکې سره وویل چې په سفارت کې ګومارل شوې امنیتي ځواکونه نه یوازې نران، بلکې ښځې هم وهي ډبوي.

د کابل د سروبي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي طاهر پژواک ته وویل چې مور او دوه ماشومان یې ناروغان دي او هرې درې میاشتې وروسته باید پاکستان ته ولاړ شي، خو د کرونا ویروس د خپراوي له امله یې له ۷ میاشتو راهیسې ناروغان پاکستان ته نه دي بیولي.

نوموړي زیاته کړه: «ډېر د وخته راغلم او لومړی کس وم، له بده مرغه هغه کس چې له ما وروسته راغلی و، د بډې په ورکولو داخل ته لاړ؛ خو ماته تراوسه د دننه کېدو اجازه نه ده راکړل شوې.»

د پاکستان د وېزې یوه بل غوښتونکي میر زمان وویل: «اته ورځې مخکې سفارت ته راغلم، تراوسه مې وېزه نه ده اخیستې، تېره شپه پولیسو څو کسانو ته د اووه-اووه زره افغانیو رشوت ورکولو په بدل کې کانټېنر ته دننه کېدو اجازه ورکړه؛ خو موږ یې له ساحې وایستو.»

د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکي اجمل عزیزي هم د وېزو پر ځنډ او د کمېشن کارانو له خوا د بډې پر اخیستو د نیوکې ترڅنګ د افغانستان له حکومته وغوښتل چې شته ستونزه له ډيپلوماتیکې لارې حل کړي او یا د تل لپاره د ویزو د وېش بهیر ودروي.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان پژواک ته وویل چې د تېرو څو ورځو په لړ کې ویزې یوازې زده کړیالانو او کلکو ناروغانو ته ورکول کېږي؛ خو سر له سبا د ټولو غوښتونکو لپاره په کابل او نورو ولایتونو په قونسلګریو کې د وېزو وېش پیلېږي.

هغه دې ته په اشارې چې په نږدې راتلونکو ورځو کې د خلکو د ستونزو هواري په موخه، د وېزې برخې کاکوونکي ډېروي، وویل چې شخصاً د سفارت کارکوونکو ته سپارښتنه شوې څو د وېزو شمېر هم ډېر کړي.

په ورته مهال، د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې وړاندې د کابل پولیسو د پاکستان ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارۍ په تور څو کسان نیولي دي او دغه موضوع څارل کیږي.

هغه په ساحه کې د ګومارل شوو پولیسو له خوا د پاکستان وېزو غوښتونکو وهلو ډبولو ته په اشاره وویل چېپولیس په هېڅ ډول د خلکو د وهلو ډبولو حق نه لري او که اسناد موجود وي، له داخلي امنیت سره دې په اړیکه کې شي او موضوع دې شریکه کړي څو قضیه تعقیب شي.

د افغانانو لپاره د پاکستان وېزه وړیا ده او له دې وړاندې د دغه هېواد د قنسلګریو له لارې د کابل ترڅنګ په مزارشریف، هرات، کندهاراو جلال اباد ښارونو کې هم یادې وېزېورکول کېدې؛ خو د کرونا ویرو له خپراوي وروسته، ټولي قونسلګرۍ تړل شوې دي.

خو د روانې تلې میاشتې په نهمه نېټه، د پاکستان کابینې د افغانستان لپاره د وېزو نوې تګلاره تصویب کړه چې له مخې یې سوداګر، زده کړیالان او ناروغ لرونکي کولای شي ترې ګټه واخلي.

د یادې پالیسۍ له مخې، د دې سربېره چې په تورخم کې د جدي ناروغانو لپاره ویزې صادریږي، د سوداګرۍ ویزو شرایط له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې، د عادي خلکو لپاره له شپږو میاشتو تر یوه کال، او د زده کړیالانو لپاره له یوه کال بیا د زده کړې د دورې تر پایهغځېدلي دي، خو یادېپالیسۍ تراوسه عملي بڼه نه ده غوره کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه