شبرغان(پژواک، ٦ لړم ٩٩): په جوزجان کې د ښځو د حقونو دفاع کوونکو په بین الافغاني خبرو کې د ښځو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او وویل چې په دغو خبرو کې باید د ښځو ټولنیز او سیاسي حقونه له پامه ونه غورځول شي.
د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د بشري حقونو رییسې مغفرت صمیمي نن په شبرغان ښار کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د دغې غونډې عمومي موخه د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون ده.
هغې زیاته کړه: "دا چې مېرمنې په تېرو ١٨ کلونو کې په ټولو ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او سیاسي پروسو کې ښکېلې دي، نو ځکه امکان نلري چې د سولې په خبرو او له سولې وروسته د دوی رول له پامه وغورځول شي."
هغې زیاته کړه: "که چېرې په راتلونکي کې طالبان ښځو ته په ټولنیزو کارونو کې د برخې اخیستنې حق ورنه کړي، دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عدالت غوښتنې پراخ پروګرامونه ترسره کړي."
د صمیمي په خبره، د نننۍ ټولنې ښځې، د پرون مېرمنې نه دي، دوی کولای شي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو ستونزو سره مبارزه وکړي.
په ورته وخت کې، د غونډې یوې ګډونوالې ملالۍ غفوري وویل: «په تېرو ١٨ کلونو کې ښځو د ټولنيزو کارونو په ترسره کولو کې له نارینه وو سره اوږه په اوږه ولاړې دي او لکه څنګه چې نارینه توانېدلي د ټولنې په وده او پرمختګ کې برخه واخلي، موږ هم غواړو چې په دې برخه کې رول ولرو.»
هغې زیاته کړه: "که طالبان په راتلونکي کې د ښځو دریځ له پامه وغورځوي او موږ له ګواښ سره مخ کړي، په زور وي که په رضا، له هغوی خپل حق اخلو، موږ په هېواد کې د دوامداره سولې هیله لرو، خو هېڅکله د هغه سولې طرفدار نه یو چې ژوند پکې د کور تر څلورو دېوالونو محدود وي.»
دغه راز د ښځو چارو ریاست کارکوونکې خجستې کریمي په دې ناسته کې وویل چې مېرمنو له څو کلونو راهیسې هېڅکله په جګړه او د هغې منفي پدیدو کې ګډون نه دی کړی او د جګړې طرفدارې نه دي.
هغې زیاته کړه چې مېرمنو تل د جګړې لپاره قرباني ورکړې او له همدې امله که طالبان د سولې له ټولو مذاکراتو وروسته دوی ته په ټولنیزو چارو کې د برخې اخیستلو حق ورنه کړي نو پټه خوله به پاتې نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن