ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې لسګونه ښځو د اوربند غوښتنه وکړه

لغمان کې لسګونه ښځو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
27 Oct 2020 - 17:05
لغمان کې لسګونه ښځو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
27 Oct 2020 - 17:05

مهترلام (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د لغمان ولايت د مرکز او ولسوالیو لسګونو ښځو د یوې غونډې پرمهال د اوربند غوښتنه وکړه او د سولې راتګ ته يې هيله مندي وښوده.

دوی د لړم په ۶مه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې راټولې شوې وې او د جګړو دوام يې د کونډو، يتيمانو، معلولينو او ځوانانو د مرګونو دوام ياد کړ.

د لغمان د ښځو چارو رييسې نسیمې شفیق سادات له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې اوربند وکړي او نور دې خپلې ميندې او خویندې نه کونډوي.

هغې یادونه وکړه چې په افغانستان کې جګړې ډېر زیان ښځو ته رسولی او هیله ده چې تل پاتې اوربند او سوله وشي.

راټولو شویو لسګونو ښځو د جګړې له ښکیلو خواوو څخه ژر تر ژره د اوربند غوښتنه او دایمې سولې ته رسېدو لپاره يې د هڅو په ګړنديتوب ټينګار وکړ.

د دوی له ډلې تورپکۍ پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور دې په دې ولس رحم وکړي او د نورو په اشارو دې خپله خاوره او وطن نه ورانوي.

دغه راز د غونډې يوې بلې ګډونوالې راضيې قطر کې د حکومت پر مذاکراتي پلاوي او طالب استازو غږ وکړ، چې د شخصي ګټو پر ځای دې د هېواد اساسي ګټې په نظر کې نیولو سره په پوره حوصله‌مندۍ ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.

 د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم یار په خپلو خبرو کې د مېرمنو دغې غونډې له جوړونکو څخه د مننې سربېره په قطر کې د دواړو لورو له مزاکره کوونکو نه غوښتنه وکړه چې د ولس غږ واوري او له دې فرصت څخه خورا ښه استفاده وکړي.

نوموړي وویل، افغان حکومت سولې ته تل خپل ښه نیت ښودلى چې د ښه نېت او د ولس غوښتنې سره سم یې سلګونه وسله وال طالبان هم خوشي کړل، خو ولې مقابل لوري تر اوسه پورې هیڅ راز رحم په افغانانو نه دی کړی.

د لغمان د والي مرستیال د سولې او اوربند لپاره د مېرمنو غږ خورا ارزښتمن یاد کړ  او غوښتنه یې وکړه چې په دغه برخه کې عامه پوهاوی لا زیات کړي.

د غونډې ګډونوالو ښځو له جمهوري نظام څخه دفاع وکړه او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې نور دې د پردیو لمسون نه مني او په خپلې خاورې او ولس دې رحم وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.