کابل(پژواک، ٢٥ لړم ٩٩): د پوهنې وزارت وایي چې د سړې هوا له امله د سړو سیمو ښوونځیي له لومړي تر شپږم ټولګيو د لېندۍ له لومړۍ او له اووم تر دوولسمو ټولګیو د لېندۍ میاشتې له ۱۵مه نېټه رخصتیږي او د دغو ټولګیو ازموینې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په پیل کې اخیستل کېږي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک ته رسېدلې راغلي چې په ۱۴۰۰ ښوونیز کال کې د زده کړې د بهیر د زیامن کېدو د مخنیوي په موخه، سړې هوا، واورې او باران اورېدو ته په پام د پوهنې وزارت د رهبرۍ له خوا دغه پرېکړه شوې ده.
سرچینې لیکلي، ښوونکي اړ دي چې د ژمي له رخصتۍ مخکې زده کوونکو ته دنده ورکړي څو د رخصتۍ پرمهال لوستل شوي درسونه تکرار کړي او کلنۍ ازموینې ته لازم چمتوالی ولري.
په یاده خبرپاڼه کې یادونه شوي چې د کلنۍ ازموینې لپاره پوښتنې له لوستل شوو درسونو څخه چمتو کېږي.
سرچینې دغه راز لیکلي چې د یادو مواردو په پام کې نیولو سره، ۱۳۹۹ ښوونیز کال د یوې وروستۍ (کلنۍ) ازموینې تابع دی او نومرې یې له سلو حسابیږي.
د خبر پاڼې په وینا، د سړو سیمو ښوونځي له لومړي تر شپږم ټولګي د لېندۍ له لومړۍ او د همدغو سیمو د ښوونځیو له اووم تر دوولسمو ټولګیو د لېندۍ له ۱۵مې نېټې، خو په ډېرو سړو سیمو کې له لومړي بیا تر دوولسمو ټولګیو د لېندۍ له لومړۍ نېټې رخصتیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وروستۍ ازموینې به د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په لومړیو کې پیلیږي.
پوهنې وزارت وايي چې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او دارالحفاظونه د یاد هدایت تابع دي او د تطبیق وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن