ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنتونونه د روان کال د لېندۍ له اتمې د کب تر ۱۵مې رخصت شول

پوهنتونونه د روان کال د لېندۍ له اتمې د کب تر ۱۵مې رخصت شول

author avatar
21 Nov 2020 - 16:48
پوهنتونونه د روان کال د لېندۍ له اتمې د کب تر ۱۵مې رخصت شول
author avatar
21 Nov 2020 - 16:48

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٩): د کابینې د پرېکړې له مخې، د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو د احتمال له امله د لوړو زده کړو ټولې دولتي او خصوصي موسسې د روان کال د لېندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د کب تر ۱۵مې پورې رخصت دي او پاتې درسونه به یې انلاین دوام ولري.

لوړو زده کړو وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې د یاد وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوې، ویلي، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو ټول محصلین د روان کال د لېندۍ میاشتې له اتمې نېټې څخه د کب تر ۱۵مې رخصت دي.

سرچینې لیکلي چې یاده پرېکړه د کرونا ویروس د دویمې څپې د احتمال له امله د افغانستان کابینې کړې ده.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د لوړو زده کړو ټولې دولتي او خصوصي موسسې مکلفې دي چې د دغه سمستر پاتې درسونه په انلاین بڼه محصلینو ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دغه سمستر د ازموینې او انلاین درسونو د پیل په اړه به محصلینو ته خبر ورکړل شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.