ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د صرافانو ټولنې د رييس زوى تښتول شوى  

د کندوز د صرافانو ټولنې د رييس زوى تښتول شوى  

author avatar
22 Nov 2020 - 15:06
د کندوز د صرافانو ټولنې د رييس زوى تښتول شوى  
author avatar
22 Nov 2020 - 15:06

کندوز ښار (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٩): د کندوز په مرکز کې ناپېژانده وسله والو د دغه ولايت د صرافانو د ټولنې د رييس زوى تښتولى دى

د کندوز د ولايتي شورا غړي سيد اسدالله سادات د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ناپېژانده وسله والو د کندوز ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د دغه ولايت د صرافانو اتحاديې د رييس حاجي خان زوى تښتولى دى.

ده وويل چې د يادې پېښې په غبرګون کې د کندوز ټولو صرافانو د اعتراض په توګه خپلۍ هټۍ تړلې دي.

د کندوز د ولايتي شورا دغه غړى زياتوي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د تښتونې، وژنې او نا امنيو کچه ډېره لوړه شوې بايد اړوند مسوولين يې مخه ونيسي.

د کندوز د صرافانو اتحاديې رييس د يادې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د صرافانو اتحاديې د رييس زوى تښتول شوى دى.

مرادي زياتوي: ((صرافانو په دې اړه له والي صاحب سره ليدلي دي، والي صاحب ورته ويلي چې دغه پېښه په جدي ډول څېړي.))

دى وايي چې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د کندوز صرافانو، ډاکټرانو او نورو خلکو شکايتونه کړي او ويلي يې وو چې په دغه ولايت کې د اختطاف کچه لوړه شوې او انسان تښتوونکي بيا تښتول شوي کسان يواځې د پيسو په بدل کې ازادوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.