ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سراج: طالبانو د نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ د ځانمرګو د پېر او پلور بازار جوړ کړی

سراج: طالبانو د نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ د ځانمرګو د پېر او پلور بازار جوړ کړی

author avatar
23 Nov 2020 - 17:04
سراج: طالبانو د نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ د ځانمرګو د پېر او پلور بازار جوړ کړی
author avatar
23 Nov 2020 - 17:04

کابل (پژواک،۳ لیندۍ ۹۹): د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست وايي چې هېڅ داسې نښې نشته چې مداخله کوونکو هېوادونو دې د افغانستان په اړه خپله پالیسې بدله کړې وي، خو ددې پر خلاف د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ قوي اړیکې شته او په ګډه همکارۍ یې د ځانمرګو د پېر او پلور بازار جوړ کړی دی.

د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، نن د ملي امنیت ریاست، کرنې وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماندان دې جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست او نوماند په خپلو خبرو کې وویل: ((د تپل شوې جګړې دوام ددې لپاره دی چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د ګتور څلور لاری جوړ شوی او د افغانستان امنیتي ځواکونه او خلک د نورو د ګټو قرباني ورکوي.))

هغه زیاته کړه: ((د سیمې د هېوادونو تضاد ددې لامل شوی چې په هېواد کې اوسنۍ جګړه څو اړخونه ولري او طالبان چې په هېواد کې د روانې نیابتي جګړې اصلي عنصر دي، دغه نیابتي جګړه پر مخ وړي.))

د نوموړي په خبره، د طالبانو رواني جګړه هم د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په مرسته ترسره کېږي او ان ځینې استخبارات د دې ډلې د خبرپاڼو په جوړولو کې مرسته کوي.

هغه طالبان په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي عنصر وبلل او ويې ویل، طالبان اوس هم له ترهګرو ډلو سره منظمې او نږدې اړیکې لري.

سراج وویل: ((د افغان جګړې د دوام دلیل دادی چې د طالبانو رهبري په پښور، کویټې او کراچۍ کې امن مرکزونه لري او په ارام ډول له دغو مرکزونو څخه پلانونه جوړوي، که د طالبانو رهبرۍ دغه امن ځایونه نه درلودای برخلیک به یې د نورو ترهګرو ډلو له برخلیک څخه بدل وای.))

د ملي امنیت د عمومي ریاست د نوماند په باور امنیتي ځواکونه اوس له ۲۰ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي او د یو شمېر دغو ډلو موخه افغانستان نه دی.

هغه د بېلګې په توګه وویل: ((د ازبکستان اسلامي تحریک، د تاجکستان انصارالله، د ختیځ ترکستان جنبش او نورې ډلې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي حکومتونو د جوړېدو په لټه کې دي، خو قرباني یې افغانان ورکوي او یادې ټولې ډلې د طالبانو په چوکاټ کې د افغانستان د امنیتي سرتېرو پر وړاندې فعالیت کوي.))

سراج زیاته کړه چې افغان دولت هڅه کوي د یادو ترهګرو ډلو پر وړاندې د سیمه ییزې همغږۍ او منظمه همکاري رامنځته کړي، ځکه د نوموړي په خبره د افغانستان امنیتي سرتېري قرباني ورکوي او هېڅ بل هېواد قادر نه دی چې دغه ډول قرباني ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ معلومات ښيي چې طالبان د نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ د ځانمرګو د پېر او پلور او ان پور بازار جوړ کړی دی.))

د ده په خبره، ښه او بده ترهګري سیمه له جدي ګواښ سره مخ کوي او هڅې روانې دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزه اجماع جوړه شي او په دې باندې عملي کار روان دی.

د ملي امنیت سرپرست زیاته کړه: ((زموږ د اطلاعاتو له مخې هېڅ داسې نښه نه تر سترګو کېږي چې مداخله کوونکي هېوادونه دې د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي بدله کړې وي، ددې پر خلاف له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې د بل هر وخت په پرتله قوي شوې دي.))

سراج په هېواد کې د سولې بهیر ته په اشاره وویل، د جګړې ډګر به د سولې پایله وټاکي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، خو دغه ډله اوس هم له القاعدې، لشکر طیبه، جیش محمد، سپاه صحابه، حقاني شبکې، د ختیځ ترکستان له تنظیم البدر، د ازبکستان له تحریک نهضت او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

نوموړي وویل: ((افغانستان نه دایمي دوست او نه هم دایمي دښمن لري، خو هغه څه چې زموږ لپاره دوامدار دي زموږ ملي ګټې دي، د ملي امنیت عمومي ریاست به د هېواد د ملي ګټو د تامین لپاره په دقت، استقامت او درایت سره مبارزه او قرباني ورکوي.))

هغه د اطلاعاتي او کشفي دستګاه تقویه، د اوپراتیفي فعالیتونو شدت، په عملیاتي او استخباراتي کار کې د مډرن ټکنالوژۍ تقویه او د څلور کلنې ستراتېژۍ تدوین خپل عمده پروګرامونه یاد کړل او ويې ویل، دغه پروګرامونه به له ولسي جرګې څخه د باور رایې د اخیستو په صورت کې د استخباراتي سیستم د تقویې په موخه تطبیق کړي.

سراج روښانه کړه چې ترهګرې ډلې اوس تګ لارې په تغییر ډېر پرمختللی عمل کوي خو د هېواد امنیتي ځواکونه د دوی د ټولو تازه تکتیکونو څخه خبر دي او ځان یې د موجوده اړتیاوو مطابق عیار کړی دی.

د ملي امنیت د عمومي ریاست نوماند ددې په رښانولو چې دغه ریاست د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې د ټولو له لیدلو څخه پټې دي زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د اسلم فاروقي، شیخ ابو عمر کونړي او قاري فاتح په ګډون شپږ زره کسان نیولي او د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې د مشر عاصم عمر، د القاعدې د مشرتابه کادر شیخ محسن المصري، د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې مرستیال محمد حنیف، د داعش د استخباراتو د رییس اسدالله اورکزي، عبدالحسیب، حافظ سعید او د داعش ډلې نورو مشران وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې تېره شنبه لسو هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې چې دې جرګې ته یې خپل پروګرامونه وړاندې کړي و.

ولسمشر د تلې په ۳۰ مه د ۲۲ وزارتونو او دوو خپلواکو ریاستونو نوماندان د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.