ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د کابل پوهنتون بريد کې لاس لرونکي اعدامېږي

سرچينه: د کابل پوهنتون بريد کې لاس لرونکي اعدامېږي

author avatar
30 Nov 2020 - 12:13
سرچينه: د کابل پوهنتون بريد کې لاس لرونکي اعدامېږي
author avatar
30 Nov 2020 - 12:13

کابل (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٩): يوه باوري سرچينه وايي چې ولسمشر له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي چې پر کابل پوهنتون د برید د قضیې مجرمین دې ژر اعدام شي.

يوې ډلې وسله والو کسانو د روان لمريز کال د لړم په ١٢مه نېټه پر کابل پوهنتون بريد وکړ چې یاد برید له څو ساعتونو جګړې وروسته د ١٩ کسانو په وژل کېدو او ٢٢ ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد.

که څه هم حکومت د دغه بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو په ځينو ټولنيزو شبکو کې یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د هرې ورځې د سهار د امنيتي غونډو په راپورونو کې څو څو وارې ادعا کړې ده چې پر کابل پوهنتون بريد کې يې يو شمېر لاس لرونکي نيولي دي.

خو هغه نن (د لړم ١٠مه) يو ځل بيا په خپل راپور کې ليکلي چې د ملي امنيت عمومي رياست ترې غوښتي چې د کابل پوهنتون د بريد په تړاو د نيول شوو کسانو په اړه دې معلومات نه خپروي.

صالح له ولسمشره مننه کړې چې پرون يې د قانون حاکميت عالي شورا په غونډه کې سپارښتنه وکړه چې پر پوهنتون د بريد په تړاو د نيول شوو کسانو علني محاکمه دې وشي.

د هغه په وينا، ولسمشر لويې څارنوالۍ ته ضرب الاجل وټاکه چې په يوه ټاکلې موده کې دغه دوسيه بشپړه کړي.

بلخوا يوې باوري سرچینې پژواک اژانس ته وویل، په پرونۍ یاده ناسته کې چې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، قاضی القضات او لوی څارانوال هم په کې ګډون درلود، ولسمشر له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې ډېر ژر دې پر کابل پوهنتون د برید د قضیې مجرمین اعدام شي.

بلخوا له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې هم د کابل پوهنتون د بريد په اړه خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر پر کابل پوهنتون د برید د څرنګوالي راپور له اورېدو وروسته، د هېواد له امنیتي او دفاعي ارګانونو د دې ترهګريزې پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر مننه وکړه.

هغه د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي، څو خلک د عدالت له تامینه ډاډه شي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.