ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په مزار شریف کې نشه يي توکي په اسانۍ ترلاسه کېږي”

“په مزار شریف کې نشه يي توکي په اسانۍ ترلاسه کېږي”

author avatar
10 Dec 2020 - 18:30
“په مزار شریف کې نشه يي توکي په اسانۍ ترلاسه کېږي”
author avatar
10 Dec 2020 - 18:30

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹): په بلخ ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو ولایتي مسوول ګواښ کوي چې که په مزار شریف کې د نشه يي توکو د وېش مخه ونه نیول شي د روږدو کسانو شمېر به د پام وړ زیات شي.

په بلخ ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو ولایتي مسوول ډاکتر عصمت الله کریمي وویل، د کار او سالم مصروفیت نه شتون او محیطي ستونزې پر نشه يي توکو د ځوانانو د روږديتوب ستر لاملونه دي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو وویل، په بلخ کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي.

د هغه په خبره، اوس مهال د معتادینو د ورغتونونو ظرفیت ۴۳۵ بستره دی خو د روږدو کسانو شمېر له دې هم زیات دی.

ډاکتر کریمي وویل: ((په بلخ کې د روږدو کسانو د ډېرېدو یو عمده لامل دادی چې نشي توکي په اسانۍ ترلاسه کېږي او له اړوند ارګانونو زموږ هیله داده چې د نشه يي توکو د انتقال مخه ونیسي.))

بېوزلي، بېکاري او بېچارګي هغه نور عوامل دي چې په بلخ کې د معتادینو د مرکزونو د مسوول په خبره په ترتیب د روږدو کسانو د شمېر د ډېرېدو لامل شوي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په دغه ولایت کې ډېری روږدو کسانو له درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کړې ده.

په مرکز کې د معتادینو د مرکزونو د مسوول د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د کافي معلوماتو نه موجودیت له امله خلک د دې وژونکې پدیدې په اړه بې تفاوته پاتې دي.

کریمي وویل، د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پر پروګرامونو کار کوي.

هغه زیاته کړه: ((د نشه يي توکو یو شمېر پېرونکي او قاچاقبران د مراز شریف ښار په بېلا بېلو سیمو کې په ازاده توګه نشه يي توکي پلوري.))

نوموړي وویل: ((موږ څو ځلې د معتادینو د ټولولو پر مهال داسې کسان نیولي چې خپله معتاد نه وو بلکې د نشه يي توکو د پېر لپاره یې د معتادینو جامې اغوستې وې او فعالیت یې درلود.))

د هغه په خبره، دغه موارد یې د بلخ له امنیتي ارګانونو په ځانګړې توګه ملي پولیسو او ملي امنیت سره شریکه کړې ده.

کریمي زیاته کړه چې اړوند امنیتي بنسټونه پر یو لړ اقداماتو کار کوي او تمه ده چې په عملي کېدو به یې په مزار شریف کې د نشه يي توکو د انتقال کچه ټيټه شي.

کریمي څرګنده کړه چې هر معتاد په روغتايي مرکز کې د ۴۵ ورځو لپاره تر درملنې لاندې نیول کېږي او بیا تر یوه کاله د روغتیايي دلې لخوا تعقیب کېږي.

د ده په خبره: ((زموږ په ټولنه کې یوه جدي ستونزه داده چې پر نشه يي توکو روږدي کسان ان له درملنې وروسته هم په اسانۍ په ټولنه کې نه مدغه کېږي.))

په بلخ کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو مسوول پژواک ته د روږدو کسانو کره شمېر په ډاګه نه کړ خو وویل، په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

نوموړي د خپلو خپرو په پای کې وویل، د عامې روغتیا وزارت او په بلخ ولایت کې د متعادینو د مرکزونو د تنظیم برخه پلان لري چې راتلونکی کال په دغه ولایت کې د معتادینو کره احصایه ترسره او خپره کړي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.