کندهار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): د کندهار دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو په یوه لویه ولسي غونډه کې روانه جګړه د اسلام دین له مخې ناروا بللې او په هېواد کې یې د اوربند او سراسري سولې غوښتنه کړې ده.
دا غونډه چې د ولایت مقام د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کندهار د والي او نورو چارواکو ترڅنګ په کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
غونډې ته ديني عالم او د عزیزي جومات خطیب مولوي فیض الحق مغفوري په خپله وینا کې وویل، په هېواد کې ظلم او بربریت خپل وروستي حد ته رسېدلی خو ولس خاموش دی.
هغه وویل، د دې ناروا جګړې پر وړاندې له دیني عالمه بیا د ټولنې تر فرد فرد پورې له مسوولیته ځان نه شي خلاصولای او ټول یې باید پر وړاندې ودرېږي.
د ده په خبره، روانې جګړې ټول دیني او ملي ارزښتونه له منځه وړي، خلک له وېرې د خدای کور (جومات) ته نه شي تللای، بیت المال چور کېږي، عام المفعه تاسیسات له منځه وړل کېږي، اخر تر کومه؟
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې له روان وحشته لاس واخلي او په رښتینې توګه سولې ته ژمن شي.
د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا وویل، د جګړې پر مهال د بې ګناه خلکو وژل، ټولګټې ځایونه ورانول لوی جنایت او له اسلام او انسانیت څخه څرګنده سرغړونه ده.
هغه دوه ورځې وړاندې د ارغنداب پله یادونه وکړه چې طالبانو د موټربم برید په وسیله له منځه یووړ.
نوموړي د سولې د روان بهیر په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، سوله باید د پردیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې د جګړې پر ډګر وشي، بې طرفه او پاک خلک باید د دواړو لورو ترمنځ منځګړتوب وکړي.
د ځوانانو په استازولۍ فرید لاروي د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ خبرې وکړې او ويې ویل چې یوه هېواد هغه مهال ځواکمن هېواد بلل کېږي چې ډېر منابع ولري، صنعت په کې وده کړې وي، د تعلیم کچه یې لوړه وي او د دې ترڅنګ قوي پوځ ولري.
هغه زیاته کړه، افغانستان هم د نړۍ د یوه هېواد په توګه د یادو ټولو لاملونو ترڅنګ قوي پوځ ته اړتیا لري، همدا ملي او امنیتي ځواکونه دي چې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د خلکو د سر، مال او ناموس د ساتنې لپاره شپه او ورځ قربانۍ ورکوي.
دی وايي، د همدې لپاره پر ټول ولس فرض دی چې د خپلو امنیتي ځواکونو حمایت او ملاتړ وکړي.
قومي مشر محمد اعظم سمندر وویل، هېڅوک افغانستان ته سوله نه شي راوستلای تر هغه چې خپله ولس دا کار ونه کړي.
هغه د جګړې پر دواړو لورو نیوکې کړې او له حکومته یې وغوښتل چې سولې ته د ژمنتیا ترڅنګ ولس ته واک ورکړي.
د کندهار د حج او اوقافو رییس محمد عمر اخندزاده وویل، هره ورځ وژل کېږو، تاسیسات مو ورانېږي او جګړه لا پسې سختېږي، خو موږ یې پر وړاندې خاموش یو.
ده پر ولس غږ وکړ چې د دغو بې عدالتیو او وحشت پر ضد غږ پورته کول یې حق دی او باید ټول ولس په پوره یووالي خپل غږ پورته کړي، د حکومت او نظام ملاتړ وکړي او د ستونزو پر مهال یې د اصلاح هڅه وکړي.
د کندهار د علماوو شورا رییس مولوي عبیدالله فیضاني وویل، حرص، تکبر او حسد هغه درې شیان دي چې په هېواد کې یې د سولې مخه نیولې ده.
هغه له دواړو لورو وغوښتل چې جګړه بس کړي، سوله وکړي او خدای ج بندګان ونه وژني.
د کندهار والي حیات الله حیات وویل، سوله د ټول انسانیت غوښتنه ده او د همدې لپاره د افغانستان د علماوو تر څنګ د کبعې شریفې، نبوي مسجد، اندونیزیا، بنګلده دېش او د سولې د خبرو اترو د کوربه هېواد دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا، فتنه، تېری او ورور وژنه ګڼلې ده.
هغه زیاته کړه، حکومت په بشپړه توګه سولې ته ژمن دی او ویې ویل: ((دوه کاله کېږي امنیتي ځواکونه د دفاع په حالت کې دي، موږ نه یو تللي چې په غورک، نوزاد، موسی کلا او هغو ځایونو کې چې د هغوی مرکزونه دي، عملیات وکړو، بلکې هغوی هره ورځ راځي پر ولسوالیو او ښارونو بریدونه کوي.))
د ده په خبره، دا حکومت د ضعف نښه نه، بلکې الهي حکم او د ولس غوښتنې (سولې) ته د غاړې ایښودو نښه ده.
نوموړي وویل، مخالفین هېڅ راز اصولو او قوانینو ته ژمن نه دي، له یوې خوا یې وینې تویولو ته دوام ورکړی او له بلې خوا یې د سولې خبرې پیل کړې دي.
دی وايي، افغانستان د جرګو او مرکو هېواد دی؛ کله چې د دوو ډلو ترمنځ جګړه وي، نو لومړی یې ترمنځ د جګړې درولو په موخه تیږه اېښودل کېږي او وروسته د دواړو لورو ترمنځ د سولې منځګړتوب کېږي، خو طالبان جګړه نه دروي او اوربند نه کوي.
دی وايي: ((طالب ویاند د اوربند نه کولو اړوند عجیبې او غریبې خبرې کوي، سمه ده، په خپلو دې خبرو به ولس تېرباسئ خو د خدای ج پر وړاندې به څه کوئ؟))
نوموړي د خلکو د ځینو نیوکو په ځواب کې حکومتي لوري ته ځینې ستونزې ومنلې خو ویې ویل، موږ له یوې خوا جنګېږو او له بلې خوا حکومتولي کوو، په داسې حال کې به ستونزې حتماً وي؛ ځکه له یوې خوا د ولس په غوښته د ګدايي په پیسو عام تاسیسات جوړوو، وسله وال یې بېرته ورانوي.
نوموړي پر ولس غږ وکړ چې راپورته شي، پر طالب فشار راوړي، هغوی ته ووايي چې سوله وکړئ او همدا مو وروستی چانس دی.
د غونډې په پای کې د لوی کندهار د دیني عالمانو او ولس ګډ پرېکړه لیک وړاندې شو چې په کې د الهي ارشاداتو او نبوي لارښوونو له مخې روانه جګړه ناروا بلل شوې او دواړه غاړې دې اوربند او سوله وکړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې د انسانانو، په ځانګړې توګه د مسلمانانو وژل قطعي حرام دي او نور باید افغان وژنه بنده شي.
دغه راز یادونه شوې وه چې د لوی کندهار دیني عالمان او ولس په دوحه کې له مذاکراتي ټېم څخه ملاتړ کوي او د دواړو لورو له ټېمونو غواړي چې د روانو خبرو مثبتې پایلې له ولس سره شریکې کړي.