ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د کندهار په جګړو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي دي

حکومت: د کندهار په جګړو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي دي

author avatar
14 Dec 2020 - 15:49
حکومت: د کندهار په جګړو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي دي
author avatar
14 Dec 2020 - 15:49

کندهار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۹): چارواکي وايي، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د وسله والو بریدونه په شا تمبولي او په جګړو او عملیاتو کې یې ۶۵ وسله وال وژلي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وسله وال د ګډو امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او شاولیکوټ ولسوالیو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، ۳۷ وسله وال د ارغنداب ولسوالۍ په شاتورې سیمه کې، ۱۹ وسله وال د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې، ۳ تنه د شاولیکوټ په زرتالې سیمه کې او ۶ وسله وال د ژېړۍ په پاشمول سیمه کې وژل شوي دي.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.

د ده په خبره، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بارکزي خبر ورکړ چې په یادو شوو ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي او ژر به له وسله والو پاکې شي.

په ورته توګه په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او شاولیکوټ ولسوالیو کې د وسله والو بریدونه په شا تمبولي او ۶۵ وسله وال یې وژلي دي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې شاوخوا یوې میاشتې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې پیل شوې دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کشفي او اوپراتیفي معلوماتو له مخې، د هېواد د ۱۸ سرد سیر ولایتونو سلګونه وسله وال ګرمسېر ولایتونو ته راغلي څو دلته ناامني خپره کړي.

هغه زیاته کړه، وسله والو ډېر تمرکز د کندهار پر ستراتېژیکو ولسواليو میوند، ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو دی او دلته یې جګړه پیل کړې ده.

خو ده وویل کله تېر ځل چې په ارغنداب کې وسله وال طالبان مات شول، دا ځل به بیا امنیتي ځواکونو هغوی ته درنه ماتې ورکوي او نه یوازې ارغنداب بلکې د ژېړۍ او پنجوايي په ګډون به سیمې او ولسوالۍ له وسله والو پاکوي.

دی وايي، دا چې وسله وال له خلکو او د هغوی له کورونو د سپر په توګه کار اخلي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي خپل عملیات په پوره تدبیر مخ ته یوسي.

Visits: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.