ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې درې سوځېدلي جسدونه موندل شوي

author avatar
19 Dec 2020 - 12:06
author avatar
19 Dec 2020 - 12:06

هرات ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۹): د هرات سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د درېیو سوځېدلو جسدونو له موندل کېدو خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا پژواک خبري اژانس ته وویل، سوځول شوي کسان چې یوې مېرمنې، یوه سړي او یوه ماشوم سوځېدلي جسدونه تېره شپه د پولیسو له خوا د هرات د انجیل ولسوالۍ له کهدستان سیمې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې عدلي طب د یادو جسدونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده د دغه خبر په تایید پژواک ته وویل چې د یوې مېرمنې، یوه څلور کلن ماشوم او یوه سړي جسدونه تېره شپه د انجیل ولسوالۍ په کهدستان سیمه کې د پولیسو له خوا کشف او د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه درې کسان په بل ځای کې وژل شوي او وروسته یې جسدونه په کهدستان سیمه کې سوځول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.

د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم پولیسو د هرات ښار په اوومه ناحیه کې د دوو ښځو جسدونه کشف کړي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.