ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 شفا د لوړو زده کړو مؤسسه: وزارت زموږ د اروزنې نومرې قصداً کمې کړې دي

author avatar
23 Dec 2020 - 11:42
author avatar
23 Dec 2020 - 11:42

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ٩٩): په کابل کې د شفاء خصوصي پوهنتون مسوولين ادعا کوي چې د لوړو زده کړو وزارت د يوه جوړ شوي پلان له مخې يې په عقدوي چلند د ارزونې نومرې کمې کړې او د طب څانګې جواز يې لغوه کړی، خو د لوړو زده کړو وزارت دغه ادعا ردوي.

شفاء د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو له وزارته د فعاليت جواز اخيستی او اوس مهال په کې د درېيو (فارميسي، ستوماتولوژي او حقوق) پوهنځيو کې محصلينو ته زده کړې ورکول کېږي.

د دغه پوهنتون د مسوولينو په وينا، دوى ټول ۱۵۲۰ محصلين درلودل، خو وروسته له هغه چې د وزارت د پلاوي له خوا يې د ارزونې نومرې په قصدي توګه کمې شوې او د کابينې له خوا يې پوهنځى لغوه شو، ياد محصلين ټول ترې تللي دي.

د قضیې په اړه شته اسناد:

د شفا لوړو زده کړو مؤسسې هغه اسناد پژواک ته ورکړل چې د لوړو زده کړو وزارت د ارزونې لومړۍ کمېټې دغې موسسې ته ۷۴.۰۷ او دويمې بيا ٤٢ نومرې ورکړې، خو وزارت وايي چې نومرې يې له ټاکلي معياره کمې (٣٨) نومرې دي.

په يو بل سند کې چې د شفا پوهنتون له خوا پژواک ته ورکړل شوى، ادعا شوې چې د لوړو زده کړو وزارت د ارزونې کمېټې له خوا ورکړل شوې نومرې د لوړو زده کړو د تضمين کيفيت رييس کمې (قلم خوردګي) کړې او نومرې يې په کې کمې رسولې دي.

د دغه سند له مخې، ياد رييس نومرې٤١،٧٥٥ ليکلې، خو شفا پوهنتون ادعا کوي چې په اصل کې دا نومرې ٤٤،٠٤ دي.

په دغو سندونو کې ښودل شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له ارزونې وروسته چې کابينې ته کوم راپور ورکړى، هلته يې بيا د شفا پوهنتون نومرې قصداً له ټاکلې معياره کمې (٣٨،٥) ليکلې چې د دغه پوهنتون د طب (فارميسي، ستوماتولوژي) پوهنځيو لغوه کېدو لامل شوى دى.

د شفا لوړو زده کړو مؤسسې مسوولين وايي، د ارزونې لپاره چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا کوم پلاوى استول شوى، د اجمل ياسين په نوم د پلاوي رييس هیڅ دولتي دنده نه لرله.

خو نوموړي په دې اړه پژواک اژانس ته کوم سند وړاندې نه کړ چې ګواکې ډاکتر ياسين د خصوصي سکتور له کومې ادارې څخه راغلى و.

شفا د لوړو زده کړو مؤسسې د ارزونې په نومرو کې له ګډوډۍ وروسته يې مسوولينو د لوړو زده کړو وزارت ته عريضه کړې چې د يو بل پلاوي له خوا دې دا موضوع وارزول شي، په لومړي سر کې د ارزونې کمېټې له دې کار سره موافقه کړې چې يوه ځانګړې کمېټه دې دا موضوع بيا وارزوي.

خو د لوړو زده کړو وزارت د تحريراتو امريت له خوا په يوه مکتوب کې چې د شفا مؤسسې په نوم يې استولى، راغلي چې د ارزونې کمېټه پرخپل پخواني دريځ ولاړه ده او د دې مؤسسې په اړه د بلې ځانګړې کمېټې ارزونې ته اړتيا نه ليدل کېږي.

د کابینې پرېکړه ليک:

د حکومت کابينې د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ د ۱۴مې نېټي د غونډې په راپور کې راغلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له هراړخیز بحث وروسته د لوړو زده کړو وزارت د ۴۵ خصوصي طبي لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت ارزونې په اړه راپور تصویب کړ او وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د کمزورو مؤسسو د ښه کولو لپاره یو کال وخت وټاکي او هغه پوهنتونونه چې په خورا کمزورې کټه ګورۍ کې دي، جواز يې لغوه او يا دې د هغوی طبي څانګې وتړل شي.”

همدا راز کابینې د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه کړې چې د ټولو موجودو پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کیفیت ارزونه وکړي او د پایلو راپور دې يې له کابينې سره شریک کړي.

د معیار لپاره طرزالعمل:

د شفاء پوهنتون مسوولينو ادعا:

د يادې مؤسسې مرستيال او د محصلينو چارو رييس عبدالباري خپلواک ادعا وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت له نورو پوهنتونونو سره د هوکړې له مخې ددوى مؤسسه لغوه کړې، څو محصلين يې هغو پوهنتونونو ته ولېږدوي چې معامله يې ورسره کړې ده.

هغه پژواک ته وويل، په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د يوه داسې پلاوي له خوا د دوى د موسسې ارزونه وکړه چې مشري يې د يوه بل خصوصي پوهنتون د محصلانو چارو رييس ډاکتر اجمل ياسين کوله.

خپلواک وايي، ډاکتر اجمل په قصدي توګه ددوى نومرې کمې کړې او کابينې ته د غلطو معلوماتو په ورکولو سره یې د شفا موسسې د طب څانګې جواز لغوه کړ.

د لوړو زده کړو وزارت له خوا په يوه مکتوب کې چې د ١٣٩٧ لمريز کال د غويي په ٣١مه د شفا موسسې په نوم استول شوى، ډاکتر اجمل ياسين د ارزونې دپلاوي د مشر په توګه معرفي شوى دى.

د شفا موسسې مسوولين وايي چې نوموړى هېڅ دولتي دنده نه لري.

خو د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي پژواک اژانس ته وويل چې د وزارت په ټولو کمېټو او کمېسيونونو کې د خصوصي سکتورغړي شته او ډاکتر اجمل ياسين د خصوصي سکتور له خوا په دغه پلاوي کې شامل و.

د شفا موسسې د محصلينو چارو رييس وايي: “کله چې موږ د لغوه کېدو دليل وغوښت نو د لوړو زده کړو په وزارت د تضمين کيفيت رييس د قناعت وړ دليل وړاندې نه کړ.”

د هغه په وينا، نوموړي د ډېرو مواردو نومرې پر خپل سر او بې له کوم دليله کمې کړې وې.

عبدالباري خپلواک وايي، که څه هم دوى د موسسې د ارزونې نومرې د تضمين کيفيت ريیس کمې کړې، خو بيا هم يادې نومرې د لغوې له معيارهچې ٤٠ دي، لوړېوې، خو دوى کابينې ته د ٣٨ نومرو ناسم راپور ورکړى و.

ده وویل، که په وزارت کې فساد نه وای او د جواز لغوه کېدو دليل يې درلودای، نو له ۹۷ کال څخه تر اوسه يې ولې د دوی د فعاليت مخه نه ده نيولې.

هغه زياتوي، کله چې یې د يادې ستونزې لپاره د لوړو زده کړو وزير ته وويل، هغوی يوه کمېټه وټاکله خو د يادې کمېټې رييس بالاکرزي وويل چې د بلې کمېټې ټاکل د دوى صلاحيت نه دی او دغه کار بايد کابينه ترسره کړي.

خپلواک وايي چې د کابينې د ټاکلي معيار له مخې، هر هغه پوهنتون چې په ارزونه کې تر ۴۰ ډېرې نومرې واخلي، وزارت د لغوه کېدو حق نه لري، خو د شفا موسسې جواز بيا هم لغوی شوی دی.

نوموړي وويل، د قانون له مخې د يوې موسسې د لغوه کېدو مخکې پنځه مرحلې (لارښوونه، ګواښ، نغدي جريمه، موقت فعاليت بندېدل او لغوه کېدل) دي چې يادې موسسې ته هېڅ کوم دا ډول څه نه دي ويل شوي.

خپلواک زياته کړه:”زموږ ځيني محصلين چې په دويم سمسټر کې وو، د وزارت له خوا د بل پوهنتون شپږم سمسټر کې له کوم سند، مکتوب او نومرو پرته داخل شوي دي.”

دى ادعا کوي چې د موسسې ډېرى محصلين يې د ډاکتر اجمل ياسين خصوصي پوهنتون چراغ ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې د موسسې معيار يې د لوړو زده کړو وزارت له معياره لوړ دی او وړانديز يې وکړ چې د رسنيو پر وړاندې دې د دوى موسسه يو ځل بيا وارزول شي.

د شفا لوړو زده کړو موسسې دغه مسوول په دې قضيه کې د فساد څېړنې غوښتنه کوي او وايي چې دا بايد په ډاګه شي چې ولې يې د ارزونې نومرې کمې شوې دي.

خپلواک ګواښ وکړ چې که خبره يې چا وا نه ورېده، نو پر مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د ارزونې کمېټې نظر:

د وزارت د ارزونې کمېټې مشر اجمل ياسين بيا پژواک ته وويل چې د وزارت په يوه رسمي مکتوب يې د لوړو زده کړو په وزارت کې د اعتبار ورکولو کیفیت ارتقا له کمېټې سره کار کړی او د دغه رياست غړی پاتې شوی دی.

هغه زياته کړه، ټول شواهد او اسناد د لوړو زده کړو په وزارت کې د کیفیت تضمین ارتقا او له ارزونې د نظارت په رياستونه کې شته چې دی د وزارت له خوا د شفاء لوړو زده کړو موسسې ته ورپېژندل شوی.

د نوموړي په وينا، د کمېټې د مشر په توګه د ده ګومارنه د وزارت کار دی او د خصوصي پوهنتونو د ټولنې په غوښتنه وزارت له درېيو خصوصي پوهنتونونو (امريکايي، کاردان او چراغ) څخه استازي ټاکلي وو، څو يو طرفه قضاوت ونه شي.

ډاکتر اجمل وايي چې د وزارت له خوا يې يواځې د شفا موسسې ارزونه نه ده کړې، بلکې د وزارت په استازيتوب يې ډېر نور پوهنتونونه او خصوصي موسسې ازولي دي.

د شفا پوهنتون د محصلينو نظرونه:

شفاء د لوړو زده کړو موسسې د طب يو محصل ذيشان وايي، کله چې د يادې موسسې جواز لغوه شو، نو دوی ته د موسسې له خوا وويل شول چې دا ستونزه حل کېږي، بيا رښتيا هم اوازه شوه چې ستونزه حل شوه.

هغه پژواک ته وويل، له هغه وروسته يو ځل بيا لوړو زده کړو وزارت خپله خبره بدله کړه او ويې ويل چې موسسه لغوه ده.

ده زياته کړه، هغه مهال د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رييس احمد ضياء يوسفزي په يوه مرکه کې ويلي وو چې د شفا موسسې محصلينو لپاره له اړوندې ادارې څخه اساس او موافقه اخلي او نورو پوهنتونونو کې به په ۵۰ فيصده تخفيف جذبېږي.

د ذيشان په وينا، له هغه وروسته کله چې لوړو زده کړو وزارت ته ولاړل، نو د نورو پوهنځيو محصلينو ته يې د تبديلۍ فورمونه ورکول خو د شفا (طب معالجوي) ته يې نه ورکول.

د ذبيح الله په نوم يو بل محصل هموايي چې د ستونزې د هواري لپاره وزارت ته ورغلل او مسوولينو ورته د ستونزو د هواري ډاډ ورکړ.

خو دى وايي، څه وخت وروسته چې د يادې موسسې د جواز لغوه کېدو خبر راپورته شو، نو يوسفزي ورته وويل چې د شفا موسسې محصلين نورو پوهنتونونو ته نه تبديلېږي او ستونزې یې هم ورته هوارې نه کړې.

د حقوقي چارو کارپوهانو نظرونه:

د حقوقي چارو يو کارپوه شريف الله وياند وايي چې د پوهنتونونو د ارزونې پروسه بايد رڼه او د واقعيتونو پر اساس ولاړه وي.

هغه وايي، وزارت که تېروتنه کړې وي، اړ دى چې په دې قضيه کې ځواب ووايي.

نوموړي زياته کړه، که وزارت تېروتنه نه وي کړي نو بايد له خپل حيثيته دفاع وکړي، که دفاع ونه کړي د ارزونې اعتبار به له لاسه ورکړي.

د حقوقي چارو يو بل پوه او د پوهنتون استاد سيد فاروق هاشمي وايي، که چېرې د شفاء پوهنتون د ارزونې نومرې له معياره پورته وي او وزارت کابينې ته کمې وړاندې کړې وي، دا جرم دى او وزارت بايد ځواب ووايي.

نوموړى زياتوي، د شفا پوهنتون حق لري چې له خپل حقه د دفاع لپاره عريضه وکړي او تر محکمې لاړ شي.

د لوړو زده کړو وزارت نظر:

د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي د شفا لوړو زده کړو موسسې د مسوولينو ادعاوې بې اساسه ګڼي چې ګواکې د ارزونې په نومرو کې لاسوهنه شوې او يا هم قصداً کمې شوې دي.

هغه پژواک ته وويل، د طبي پوهنتونونو ارزونه په نړيوالو معيارونو ترسره شوې چې ارزونه د يادې موسسې د شته امکاناتو پر اساس شوې او بيا نومرې ورکړل شوې دي.

عبيدي وايي، د ارزونې کمېټه بايد د ورکړل شول شوو نومرو قناعت د کیفیت د تضمين بورډ ته ورکړي، کله چې قناعت ورنه کړي، بورډ صلاحيت لري چې نومرې کمې کړي.

نوموړی د يادې موسسې د محصيلينو د ستونزو په اړه وايي چې د محصلينو ستونزو ته رسېدنه شوې او د تبديلۍ پروسه يې روانه ده.

همداراز دی وايي، څو ځلې يې د کورنيو چارو وزارت ته د يادې موسسې د فعاليت درولو لپاره مکتوب لېږلی خو هغوی کوم قدام نه دی کړی.

د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې وياند محمد کريم ناصري هم وايي چې د لوړو زده کړو وزارت د شفا‌ء موسسې د ارزونې موضوع کابينې ته ناسمه تعبير کړې وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه موضوع د ملي شورا، مشرانو جرګې د لوړو زده کړو کمېسيون او د ولسمشر دويم مرستيال هم رد کړې او د يو منځګړي هيئت غوښتنه يې کړې وه.

نوموړي زياته کړه چې دا ستونزه رښتيا هم شته چې تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې، د لوړو زده کړو وزارت غير مسوولانه پرېکړه کړې، بايد ياد پوهنتون ته مثبت ځواب ووايي.

د شفا پوهنتون مسوولين وايي چې دوى مشرانو جرګې ته هم عريضه کړې وه چې بيا د مشرانو جرګې د لوړو زده کړو کمېسيون د يادې موسسې د ارزونې لپاره يو پلاوى ټاکلی و او د خپلې ارزونې پايلې يې د ١٣٩٩ د وري په١٣مه، له يوه مکتوب سره کابينې ته ليکلى، خو دا مکتوب هم قصداً کابينې ته نه دى رسول شوى.

Visits: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.