ژبه

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن د سریلانکا له الف لوبډ‌لې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله به په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د خپلې څلورمې لوبې په موخه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

سرچینې ویلي، دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار لس‌نیمې بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې خو دویمه لوبه کې یې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماته ورکړه او خپله درېیمه لوبه یې بیا د ایرلینډ الف لوبډلې ته وبایلله.

دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي.