منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۷۵ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، هېواد ته راوګرځېدل.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ (د غويي ۲مه) د یاد هېواد له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.»

سرچینه لیکي چې ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم نږدې ۴۰۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.