ژبه

د چک جمهوریت څلور پوځیان د یوه مخکني افغان سرتېري په وژنه کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېږي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د چک جمهوریت د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې د هرات په شینډنډ پوځي مرکز کې د یوه پخواني افغان سرتېري په وژنه کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېږي.

پراګ راډیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو څلور غړي به د یوه بندي افغان سرتېري د وژنې په تور د برنو سیمې په محکمه کې محاکمه شي.

په راپور کې راغلي چې د خان په نوم یوه افغان سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې د شینډنډ په پوځي اډه کې د چک جمهوریت یو سرتېری وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل چې د چکي سرتېرو له لوري له نیول کېدو او پلټنو وروسته یې ژوند وبایله.

پراګ راډیو زیاته کړې: «د چک جمهوریت څلور ځانګړي پوځیان د یوه افغان سرتېري په مړینه کې چې له پلټنو لږ وروسته یې ژوند بایللی، تورن شوي دي. دغه پېښه په ۲۰۱۸ کال کې شوې ده، کله چې د خان په نوم یوه افغان د هرات ولایت د شینډنډ نظامي مرکز کې د توماس پروچازکا په نوم د چک جمهوریت یو سپی‌ساتونکی په ډزو وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.»

د راپور له مخې، دغه سرتېري د اخاذي او له لارښوونو د سرغړونو په شان له تورونو سره هم مخ دي.

ورته موضوع