Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

چاریکار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان – کابل پر لویه لاره د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو باروړونکی ټیلر موټر، چې له شمال څخه جنوب ته روان و، له سړکه منحرف شوی او چپه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په بله پېښه کې، د سیدخیلو ولسوالۍ د رسول‌داد خیلو سیمې اړوند، یو باروړونکی موټر له سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دغه پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.