کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٩) : د افغانستان او هندوستان د علماوو ترمنځ ګډه لومړۍ ناسته جوړېږي، چې په کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه هم بحثونه کېږي.
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت کولتوري اتشه اجمل عالمزي د مرغومي په ٤ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته ده.
هغه زياته کړه، دا کنفرانس د افغان سفارت د کلتوري اتشې په هڅو د هند له اسلامي کلتوري مرکز سره په ګډه جوړېږي.
عالمزي وويل، په دغه کنفرانس کې د هندوستان د ديوبند مدرسې علماء، د هندوستان د شريعياتو پوهنتون استادان او له افغانستان څخه د علماوو شپږ کسيزه ډله ګډون کوي.
د نوموړي په وينا، دا کنفرانس د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ٣٠مه، د مرغومي په ١٠مه، د هند د اسلامي کلتوري مرکز په ودانۍ کې جوړېږي.
ده زياته کړه، چې د هندوستان علماء به په دې کنفرانس کې په حضوري ډول ګډون کوي ، خو د افغانستان علماء به په انلاين توګه په کې برخه اخلي.
د افغانستان سفارت وايي، چې ددغه کنفرانس موخه د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اسلامي او کلتوري اړيکو پياوړي کول او د ځوانانو هڅونې او هغوى ته د اسلامي اصولو او اسلامي کلتور په اړه بنسټيز معلومات ورکول دي.
ده وويل، د کنفرانس پر مهال به درې پينله وي، چې په هره پينل کې له دواړو لوريو څخه دوه دوه تنه علماء ګډون کوي.
د سرچینې په وينا، په لومړي پينل کې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ پر اسلامي او کلتوري اړيکو، په دويم پينل کې پر دې بحث کيږي چې د اسلام له نامه څخه سوء استفاده کېږي .
د هغه په وينا، په دې پينل کې پر دې بحث کېږي چې څه ډول له دې سوء استفادو د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وشي.
ده زياته کړه، پر درېيم پينل کې پر دې بحث کېږي چې ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان جګړه ناروا او حرامه ګڼلې ده، د هند علماء په دې اړه څه نظر لري.
اجمل عالمزي وويل چې دکنفرانس په پاى کې پرېکړه خپرېږي چې ټول علماء به پرې لاسليکونه کوي.