ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني مستوفيت دوه کارکوونکي وژل شوي

author avatar
28 Dec 2020 - 10:55
author avatar
28 Dec 2020 - 10:55

غزني ښار (پژواک، ٨ مرغومى ٩٩): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو په غزني ښار کې د مستوفيت دوه کارکوونکي پر ډزو وژلي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د بزازۍ په سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د مستوفيت پر کارکوونکو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د مستوفيت دوه کارکوونکي وژل شوي خو وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

ده وويل چې پوليسو د يادې پېښې د عاملينو نيولو لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

دغه راز د بزازۍ سيمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې دغه پېښه د امنيې قوماندانۍ په دوه سوه مترۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((امنيې قوماندانۍ ته بېخي نږدې دا پېښه شوې، وسله وال راغلل دوه کسان يې پر ډزو وويشتل او نور له سيمې وتښتېدل.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل ترڅنګ په ټولو ولايتونو کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.