ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د جنسي تېري ۲۵۹ قضيو ته رسېدنه شوې”

author avatar
29 Dec 2020 - 17:16
author avatar
29 Dec 2020 - 17:16

کابل(پژواک،۹مرغومی۹۹): لویه څارنوالي وايي، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيو ته رسېدنه شوې چې په دغو قضیو کې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري، ۱۳۷ د قتل او ۱۶۶ د جراحت او معلولیت دي.

دغه څرګندونې لویې څارنوالۍ نن په یوه خبرپاڼه کې چې په خپلې فېسبوک پاڼه کې یې خپره کړې ده کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو قضیو کې ۲۵۹ قضيې د جنسي تېري، ۱۳۷ د قتل، ۱۶۶ د جراحت او معلولیت، ۱۵۰۱ د وهلو ټکولو، ۲۶۰ د سپکاوي، ۲۵۷ د ځورونې، ۹۸ ځانوژنې او سوځونې ته د مجبورولو، ۲۳ هم بدلمنۍ ته د مجبورولو، ۲۹ اجباري نکاح او ۲۶۰ قضيې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د ورته نورو جرایمو قضيې دي.”

د خبرپاڼې له مخې، لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې دوه زره او ۹۹۰ قضيې چې له دې ډلې دوه زره او ۱۷۶ قضيې له ولایتونو څخه څېړل شوې دي او تر اوسه ۳۳۸ قضیو کې ۳۲۷ کسان په بند او نغدي جزا محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو پر بنسټ، د یادو قضیو له ډلې ۸۱۴ قضیې په کابل، ۴۳۰ قضیې په بلح، ۳۰۳ په هرات، ۴۳۰ په تخار، ۱۲۸ په بدخشان، ۱۱۹ په دایکنډي، ۱۱۴ په ننګرهار، ۱۰۷ قضیې په بامیان او له دوو تر ۹۴ پورې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د لویې څارنوالۍ د مسوولانو په باور، له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتو قضیو ثبتېدل له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي په معنا نه ده؛ بلکې تر پخوا اوس ښځې عدالت او لويې څارنوالۍ ته زیات لاسرسی لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.