ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: حکومت دې د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور مبهمې زاویې وڅېړي

author avatar
3 Jan 2021 - 10:04
author avatar
3 Jan 2021 - 10:04

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۹): مشرانو جرګه حکومت غواړي چې د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور مبهمې زاویې چې امنیتي اندېښنې یې ډېرې کړې، وڅېړي او پایلې یې دې له خلکو سره شریکې کړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې اووه خبریالان «په کابل کې یما سیاوش، فردین امیني او رفېع صدیقي، په هلمند کې الیاس داعي، په ننګرهار کې ملاله میوند، په غزني کې رحمت الله نېکزاد او په غور کې بسم الله عادل ایماق» ترور شوي او د وژلو مسوولیت یې تر اوسه کومې ډلې نه دي منلی.

مشرانو جرګې نن په دې اړه خبرپاڼه خپره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((مشرانو جرګه په داسې حال کې چې پر خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو او جدی ګواښونو پر زیاتېدو سخته اندېښنه لري له حکومت او رسنیو ملاتړو بنسټونو په جدي توګه غواړي چې د ټولنې د دې طبقې د غوره امنیت ساتلو لپاره د اړتیا وړ اقدامات ترسره کړي.))

سرچینې زیاته کړې، مشرانو جرګه د بیان ازادي ملاتړي په توګه له افغان حکومت غواړي چې د ترور د وروستیو پېښو عاملین او طرحه کوونکي وپېژني او په علني ډول یې مجازات کړي.

دغه راز مشرانو جرګې له حکومت غوښتي، د یادو هدفي وژنو مبهمې زاویې چې د رسنیو، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د کارکوونکو او مدني فعالانو اندېښنې یې ډېرې کړې هم وڅېړي او پایلې یې دې له خلکو سره شریکې کړي.

د جرګې څو غړو هم په نننۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې د یادو وژنو قضیې دې په جدي توګه وڅېړل شي.

په دې جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف حنفي وویل: ((هغه کسان باید ملت ته روښانه شي چې خبریالان وژني، که دا کار طالب کوي یا نور کسان، د دولت دنده داده چې قاتلین مشخص کړي.))

په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي خبریالان د هېواد ملي پانګه وبلل او له حکومته یې وغوښتل چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت لپاره ځانکړي تدابیر ونیسي.

د جرګې لومړي نایت محمد علم ایزدیار وویل: ((پر خبریالانو د هدفي بریدونو دوام جدي اندېښنې رامنځته کړې، د خبریالانو امنیت باید ټینګ شي.))

هغه د افغان دولت له مرکچې پلاوي وغوښتل چې د خبرو په دویم پړاو کې پر ملکي خلکو په ځانګړې توګه خبریالانو د بریدونو موضوع له طالبان سره شریکه کړي.

هغه وویل: ((که طالبان په دې وژنو کې ښکېل نه وي حکومت مکلف دی چې ريښې یې پیدا کړي.))

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار هم پر خبریالانو بریدونه وغندل او له حکومته یې وغوښتل چې د رسنیو د دفترونو او خبریالانو امنیت خوندي کړي او په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.