ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نى: هدفي وژنو خودسانسوري رامنځته کړې ده

نى: هدفي وژنو خودسانسوري رامنځته کړې ده

author avatar
14 Jan 2021 - 15:34
نى: هدفي وژنو خودسانسوري رامنځته کړې ده
author avatar
14 Jan 2021 - 15:34

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومى ۹۹): د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایي چې حکومت دې خبریالانو ته د وژل کېدو په تړاو د معلوماتو د ورکولو پر ځاى د هغوی د وژلو مخه ونیسي.

دغه څرګندونې د نى مشر مجيب خلوتګر نن د مرغومي په ٢٥ مه یوې خبرې ناستي ته وکړې.

د هغه په وينا، حکومت تل وایي چې د هغو خبریالانو دوسیې يې څېړلي چې وژل شوي، خو دا کار یې تر اوسه نه دی ګړى.

خلوتګر زياتوي چې حکومت یوازې د وژل شوو خبریالانو نوم لیکلی او بس نور یې هیڅ نه دي کړي.

هغه وايي، حکومت یوازې خبریالانو ته د وژل کېدو په اړه معلومات ورکوي، خو د هغوى د وژلو مخه یې نه ده نیولې.

د نى مشر وويل، د هدفي وژنو په برخه کې د حکومت څېړنو څخه راضي نه دي، باید د خبریالانو او مدني فعالانو د وژلو مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه، که حکومت د دوی امنیت نه شي نیولی باید خپله ناتواني ومني.

د نوموړي په وينا، حکومت نه یوازې په امنیتي برخه کې بې وسه شوى، بلکې د معلوماتو په برخه کې هم د بې وسه کېدو په حال کې دی او هيڅ ژمنه یې نه عملي کیږي.

ده وويل، هدفي وژنو خود سانسوري هم رامنځته کړې او ډېر خلک یې د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

ده وویل، ولسمشر او امنیتي چارواکي دې دوی ته ډاډ ورکړي او د دوی د وژلو مخنيوی دې وکړي.

خلوتګر وایي چې عدلیې او قضایي چارواکي دې د وژل شوو خبریالانو دوسیې ژر وڅېړي، څو معلومه شي چې د دې هدفي وژنو تر شا د چا لاس دی.

د نى مشر همداراز وويل چې په دوحه کې یې د طالبانو له ځینو غړو سره اړيکه نيولې، خو هغوی ورته ویلي چې په هدفي وژنو کې لاس نه لري.

ده زياته کړه، حکومت چې کوم کسان نیولي هغه د خبریالانو قاتلین نه دي، بلکې نور کسان دي.

هغه وویل چې امنيتي ځواکونه د خبريالانو د امنيت مسووليت لري، نه دا چې په خپله خبريالان خپل امنيت ونيسي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په هېواد کې ١١ خبريالان وژل شوي، ١٦ ټپيان دي، درې تنه نيول شوي، ١٣ تنه وهل ډبول شوي، درې تنه يې احضار شوي، پر درېيو رسنيو بريدونه شوي، پنځه تنه تښتول شوي، د ٢٣ سپکاوى او ګواښل شوي او د څلورو د وژلو هڅې شوې دي.

د يادونې ده، چې يواځې په شاوخوا درېيو مياشتو کې شپږ خبريالان په کابل او ولايتونو کې وژل شوي دي.

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.