ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سيمه ييزو پوليسو ته له تېرو ٧ مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړل شوی

لوګر کې سيمه ييزو پوليسو ته له تېرو ٧ مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړل شوی

author avatar
17 Jan 2021 - 11:38
لوګر کې سيمه ييزو پوليسو ته له تېرو ٧ مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړل شوی
author avatar
17 Jan 2021 - 11:38

پل علم (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٩): د لوګر يو شمېر سيمه ييز پوليس شکايت کوي چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکول شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د کلنګار سيمې د سيدانو امنيتي پوستې يوه سيمه ييز پوليس سيد ابراهيم د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي خو حکومت يې مياشتني حقوق نه ورکوي.

هغه وايي: ((عجيبه حکومت دى جګړه راباندې کوي خو دا اووه مياشتې کېږي چې معاش يې نه دى راکړى، کورنۍ مو په سختو اقتصادي ستونزو کې دي، اخر مجبور شوو چې خپل غږ پورته کړو.))

دغه راز په بره کي برک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان عجب خان پژواک ته وويل، له اوو مياشتو ډېر کېږي چې دوى ته هم مياشتني حقوق نه دي ورکول شوي.

ده زياته کړه: ((زما په پوسته کې شل کسان دي، دا هر يو کورنۍ لري خو سخت بې احساسه حکومت لرو، زموږ ماشومان د شپې په ولږه ويده کېږي خو دوى دا نږدې اته مياشتې کېږي چې معاش يې نه دى راکړى.))

يادو او يو شمېر نورو سيمه ييزو پوليسو ګواښ وکړ که چېرې يې هر څه ژر د مياشتني تنخوا ستونزه هوراه نه شي، دندې به پرېږدي.

په ورته وخت کې د لوګر ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات هم وايي چې د سيمه ييزو پوليسو پر ستونزو دوى خبر دي.

ده وويل: ((موږ هم خبر يو چې اووه مياشتې کېږي معاش يې نه دى ورکړى، دغه مشکل يې بايد حل شي؛ ځکه سيمه ييزو پوليسو د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لوبولى دى.))

سادات ژمنه وکړه چې ولايتي شورا به يو ځل بيا د سيمه ييزو پوليسو ياده ستونزه له اړوندو چارواکو سره د حل په موخه شريکه کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د لوګر امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت نږدې اويا سلنه سيمه ييزو پوليسو ته په تېرو څو مياشتو کې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکول شوې.

دى وايي چې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو په برخه کې ځيني بنسټيز تغييرات راوستلي چې له امله يې د پوليسو مياشتنۍ تنخواګانې ځنډېدلې دي.

احمدزى زياتوي چې دغه مسئله د کورنيو چارو له وزارت سره شريکه شوې او چارواکو ژمنه کړې چې په څو لنډو ورځو  کې به دغه ستونزه حل شي.

د يادونې ده، د نورو ولايتونو په څېر په لوګر هم سلګونه کسان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د امنيت د ټينګښت په موخه دندې ترسره کوي.

Visits: 213

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.