ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسیف: راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به یو میلیون افغانان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي

یونسیف: راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به یو میلیون افغانان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي

author avatar
20 Jan 2021 - 17:39
یونسیف: راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به یو میلیون افغانان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي
author avatar
20 Jan 2021 - 17:39

کابل (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): یونسیف وايي، د کوویډ-۱۹ د اغېزو له امله به په افغانستان کې راتلونکو ۱۲ میاشتو کې نږدې یو میلیون افغانان له سختې خوارځواکۍ یا کمزورۍ سره مخامخ شي او دغه شمېره د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړوالی ښيي.

له یونسیف ادارې څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال د نړۍ د تغذیې او خوراکي امنیت د وضعیت(SOFI) په اړه د خوراکي موادو او کرنې د نړیوال سازمان(FAO)، یونیسف(UNICEF)، د خوراک نړیوال پروګرام(WFP) او د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) له خوا راپور خپور شو.

سرچينه زياتوي، د هغه نوي راپور له مخې چې نن د ملګرو ملتونو د څلورو ځانګړو ادارو له خوا خپور شو، ښکاري چې د کوویډ-۱۹ اقتصادي اغېزې سبب شوې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشته سیمه آسیا او پاسفیک کې د شاوخوا دوه میلیارد تنو لپاره د خوراک د ښه والي او تغذیې په لاره کې د هڅو پر وړاندې خنډونه رامنځته شي، دغه سیمې له ټولنیونې(پانډومیک) وړاندې هم د ځان لپاره د روغتیايي خوراکي موادو په چمتو کولو کې پاتې راغلې وې.

سرچينه کاږي، راپور ومونده چې ۱.۹ میلیارد تنو ان د کوویډ-۱۹ له خپرېدو او د افرادو پر اقتصاد او ژوند یې له اغېزو وړاندې هم، د ځان لپاره روغتیايي خوراکي مواد نه شو چمتو کولای. د مېوې، ترکارۍ او لبنیاتو د بیو لوړېدو له امله، په آسیا او پاسفیک کې د بېوزله خلکو لپاره روغ  یا صحي خوراک ته لاسرسی نیږدې ناشونی شوی؛ دا په داسې حال کې ده چې روغ خوراک ته لاسرسی د خوراکي امنیت او عمومي تغذیې چمتو کولو لپاره اړین ګڼل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خوراکي موادو بیه او د کورنیو عاید د هغوی پر خوراکي او تغذیوي پرېکړو اغېز لري. خو د کوویډ-۱۹ خپرېدل او د سیمې په ګڼو برخو کې د مناسبو کارونو نه شتون او دغه راز د غذايي سیسټمونو او بازارونو شدیده بې ثباتي هم په خپل وار د دې لامل شول چې نا برابري تر پخوا ډېره شي؛ داسې چې بېوزله او د کمېدونکي عاید لرونکې کورنۍ، خپل خوراکي مواد په ارزانه او لږ مغذي موادو بدل کړي.

په راپور کې د افغانستان په اړه کښل شوي چې دغه راپور د افغانستان پر ناوړه وضعیت هم رڼا اچوي، کوم چې په کې د سوېلي آسیا په کچه پر ناوړه تغذیې اخته تر ټولو ډېر ماشومان ژوند کوي؛ دغه کچه په افغانستان کې د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله دوه چنده لوړه ده. په افغانستان کې له هرو ۱۰ بېوزله ماشومانو څخه ۵ تنه یې د اوږدمهاله ناوړه تغذیې نه بدلېدونکې نښې لري.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر د تغذیې برخې رییس ويلي چې کوویډ-۱۹ دغه وضعیت لا بدتر کړی او دوی د هغو ماشومانو د شمېر ډېرېدو لیدونکي دي چې د هرې میاشتې په تېرېدو لا کمزوري کیږي.»

ده زياته کړې: «په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به د اټکل له مخې نږدې یو میلیون افغانان به شدیداً خوارځواکه یا کمزوري شي او دغه شمېره د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړوالی ښيي؛ موږ د دغه لوړوالي لامل پر بېوزله کورنیو د کوویډ-۱۹ اغېزې گڼو.»

یونیسف وايي، دوی له دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره نږدې کار کوي ترڅو په افغانستان کې د میندو او ماشومانو خوراک ته پر ناوړه تغذیې د اخته ماشومانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ترڅنگ، ښه والی وبښي.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۱۹ کال، له ۳۵۰ میلیونو ډېر کسان په آسیا او پاسفیک کې په ناوړه تغذیې اخته شول او دا په ټوله نړۍ کې په ناړه تغذیې د اخته کسانو نیمايي نفوس تشکیلوي.  په ټوله سیمه کې په اټکلي توګه ۷۴.۵ میلیونه له پنځو کالو کوچني ماشومان، له ودې څخه پاتې شوي دي (یا یې قد د عمر په پرتله ټیټ پاتې دی) او ۳۱.۵ میلیون تنه هم د وزن له کموالي سره مخامخ شوي (یا د خپل قد په پرتله ډېر زیات ډنګر دي). اکثریت دغه شان ماشومان د آسیا په سوېل کې اوسېږي چې له ډلې یې ۵۶ میلیون تنه له ودې څخه پاتې شوي او له ۲۵ میلیون تنو ډېر هم په وزن بایللو اخته شوي دي. په ورته وخت کې، د وزن زیاتېدل او له حده زیاته چاغي هم په ډېره چټکۍ د آسیا په سوېل، ختیځ او پاسفیک کې ډېره شوې او د اټکل له مخې ۱۴.۵ میلیونه له پنځو کلونو کوچني ماشومان د وزن له زیاتوالي او افراطي چاغۍ سره مخ شوي.

سرچينه کاږي، افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو ترمنځ دویم ځای لري چې د خوراک او غذايي موادو کیفیت یې تر ټولو ټیټ دی؛ دغه راز څېړني ښيي چې له ۶ میاشتو تر ۲ کلنۍ پورې په هرو ۱۰ ماشومانو کې، ۶ تنه یې په ۲۴ ساعتونو کې مېوه یا ترکاري نه خوري او له هرو ۱۰ تنو څخه ۷ تنو پروټین نه دي مصرف کړي. یونیسف د داسې پروگرامونو له پلي کولو او پراخولو ملاتړ کوي چې د زیانمنو ماشومانو لپاره د مولټي ویټامین پوډر د وېش له لارې او دغه راز د زیانمنو بالغو نجونو، میندواره او تی ورکوونکو ښځو لپاره د فولیک اسید او اوسپنه لرونکو گولیو د چمتو کولو له لارې د مغذي موادو جذب ډېر کړي.

یاد راپور په آسیا او پاسفیک کې د خوراکي سیسټمونو د تحول او بدلون غوښتنه کوي او دغه راز هڅه کوي چې مغذي، روغو او با ثباته خوراکي موادو ته د کورنیو د لاسرسي وړتیا لوړه کړي. مغذي او روغ خواړه باید هر ځای د ټولو خلکو لپاره د لاسرسي وړ شي. د یاد راپور له وړاندیز سره سم، د واحدو پالیسیو او تګلارو لرل د دې ټکي د تضمین لپاره اړین دي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.