ژبه

د کابل ښار په يوه چاودنه کې د جمعيت اصلاح مشر وژل شوى

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٩) : د کابل ښار د څلورمې حوزې په چاودنه کې د جمعيت اصلاح مشر دوکتور محمد عاطف وژل شوى دى.

دغه چاودنه نن د سلواغې په ١٤مه د څلورمې حوزې اړونده د سليم کاروان له بلاکونو سره پر عمومي سړک شوې ده.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامز پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

خو نوموړي د يوبل وژل شوي کس په اړه معلومات په ډاګه نه کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع