کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): په داسې حال کې چې د صرافانو کاري اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځېد، خو په افغانستان کې د صرافانو د سراسري شورا رییس وايي چې د افغانستان بانک تر اوسه د دوی د ستونزې د حل اقدام نه دی کړی او تر څو یې چې ستونزې نه وي هوارې شوې کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
په هېواد کې د اسعارو د تبادلې او حوالې د ټولو مارکېټونو صرافانو د سلواغې په ۱۸ مه د مرکزي بانک د وروستي اقدام په غبرګون کې د اعتراض په توګه خپل دوکانونه وتړل او کاري اعتصاب یې پیل کړی دی.
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا ویلي، څو چې د جواز د صادرولو په تړاو د مرکزي بانک تازه طرزالعمل تغییر نه شي صرافان به په ټول هېواد کې خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
صرافانو له مرکزي بانک د انفرادي جوازونو د تمدید او د اختیاري شرکتي جوازونو د وېش غوښتنه وکړه.
د افغان صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا رییس میر افغان صافي نن پژواک ته وویل، تر اوسه د افغانستان بانک سره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، د صرافانو دغه کاري اعتصاب به دوام ورکړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د صرافانو کاري اعتصاب دوام به کومې پایلې ولري؟ وویل: ((دغه اعتصاب به ډېرې ستونزې رامنځته کړي، د هېواد د صرافانو ستونزې باید په نظر کې ونیول شي او د افغانستان بانک دې د صرافانو د ستونزو هواري لپاره اقدام وکړي.))
صافي د یادو ستونزو په اړه جزيیات ورنه کړل، خو له دې مخکې یې ویلي و، هره ورځ د هېواد د صرافیو له لارې شاوخوا یو میلیون افغانۍ دوران کوي، که د صرافانو فعالیت بند شي دغه پیسې له دورانه پاتې کېږي او د هېواد اقتصاد ته به سخته ضربه ورسوي.
بلخوا د کابل په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، له شهزاده سرای څخه هره ورځ ولایتونو او نورو هېوادونو ته حواله او د پیسو تبادله ترسره کېږي، خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې یادې ټولې معاملې بندې دي.
هغه زیاته کړه: ((دغه اعتصاب ټولو ته زیان رسوي، هغه صرافان چې شخصي دوکانونه لري هم له دغه وضعیت څخه اغېزمن دي او هغه صرافان چې د دوکانونو میاشتنۍ کرایه ورکوي هم زیانمن شوي دي، د دغه مارکېټ تړل کېدل او د پیسو د معاملو بندېدل د ټولو په زیان دي.))
هغه زیاته کړه، د صرافانو کاري اعتصاب له امله له مرکز څخه ولایتونو او برعکس پولي معاملات بند شوي، ډېری خلک نه شي کولای په داسې وضعیت کې له خپلو پیسو استفاده وکړي.
مرکزي بانک د صرافانو د کاري اعتصاب د دوام په اړه تر اوسه پژواک ته څه نه دي ویلي خو د افغانستان بانک د ریاست دفتر امریت د رسنیو مدیر د صرافانو د اعتصاب په لومړۍ ورځ پژواک ته ویلي: ((صرافان ولې د شرکتي جواز له اخیستو وېره لري، په داسې حال کې چې شرکتي جوازونه عین هغه مرحلې لري چې انفرادي جوازونو درلودې، برعکس د شرکتي جوازونو امتیاز او اسانتیاوې د انفرادي جواز په پرتله ډېرې دي.))
د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د صرفانو د رهبرۍ ډېری غړو خپله شرکتي جوازونه ترلاسه کړي، د دغه بهیر سبوتاژ که له هرې لارې وي د هېواد د علیا ګټو پر ضد دی.
شهزاده سرای په کابل کې د حوالې او پیسو د تبادلې تر ټولو لوی ځای دی او د حوالې، پور او په افغانستان کې امانت د همدې مارکېټونو له لارې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.