ژبه

ننګرهار کې چاودنې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جلال اباد (پژواک ۲۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پv يو رېنجر موټر چاودنه کې شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچين ولسوال عاشق الله سادات د سلواغې په ۲۹مه-پژواک اژانس ته وويل، نن تر غرمې وروسته د اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې د سرحدي ځواکونو په يو رېنجر موټر چې پوستې ته پر لاره و چاودنه شوې ده.

دی وايي، موټر د سرحدي ځواکونو د نهم کنډک اړوند و ، چې د همدغه کنډک ۳ سرتيري پکې وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع