ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید څه ډول ترور شو؟

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید څه ډول ترور شو؟

author avatar
24 Feb 2021 - 19:36
د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید څه ډول ترور شو؟
author avatar
24 Feb 2021 - 19:36

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۹): د یوسف رشید او د هغه د تره د زوی وژنې د دوی د کورنۍ د خوښۍ څراغ خاموش کړی او د کورنۍ غړي یې په داسې حال کې د قاتلانو د سزا غوښتنه کوي چې د یادو وژنو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونيت (یوناما) پلاوي تېره ورځ اعلان کړی چې د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۲۲مه د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو له پیل وروسته په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تاوتریخوالی ډېر شوی، په ټوله کې په دغه کال کې په هېواد کې درې زره او ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي، پنځه زره او ۷۸۵ نور ټپیان دي او له دې ډلې ۱۲۳۵ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بل راپور له مخې، د بین الافغاني خبرو له پیله د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې په افغانستان کې د بشر حقوقو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغه بهیر کې چې د یادو بریدونو مسوولیت په کې کومې ډلې نه دی منلی، د خلکو ترمنځ د ډار فضا رامنځته شوې او په پایله کې د بشري حقونو او رسنیو فضا تغییر کړی دی، ډېری مسلکي کسانو په خپل کار کې خودسانسوري کړې، کارونه یې پرېښي، کور او ټولنه يې د خپل خوندیتوب په تمه پرېښي دي.

محمد یوسف رشید د کابل پوهنتون د سیاسي علومو له پوهنځي فارغ و. هغه له ۱۳۸۲ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې د اساسي قانون د تدوین بهیر د ستر څېړونکي او په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د پروګرامونو او زده کړو برخې مسوول په توګه کار کړی دی او د روان کال له مرغومي میاشتې وروسته د فیفا د اجرایوي رییس په توګه يې دنده ترسره کړه.

یوسف رشید ۴۵ کلن او د تره زوی یې سميع چې د رشید موټر چلوونکی هم و، ۳۳ کلن و، د روان کال د مرغومي میاشتې په درېیمه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه وسله وال بريد کې ووژل شول.  د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

له یوسف رشید دوې ښځې، دوه زامن او درې لوڼې پاتې شوې دي، دوه وروڼه لري، پلار او مور یې هم ژوندي دي.

د نوموړي د کورنۍ ځينې غړو د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند تڼي کوټ سیمه کې په خپل کور کې داسې مهال له پژواک سره خبرې کولې چې د رشید او د هغه د تره د زوی سميع په نه موجودیت کې یې اوښکې تویولې.

د یوسف رشید پلار حاجي محمد طاهر له خپلې سپینې ږیرې څخه اوښکې په لاسي دستمال پاکولې او پر زوی او وراره یې د برید کیسه داسې کوله: ((د سهار چای يې وڅښه، یوسف رشید دندې ته لاړ، خدای پاماني یې وکړه، کله چې له کوره بهر شو، د ډزو اوازونه راغلل، کله مې چې د ډزو اواز واورېد، ومې ویل، خدای دې خیر کړي، لومړی مې څو ځله رشید ته زنګ وواهه، ځواب یې نه کړ، بل ځل مې وراره سميع جان ته چې د رشید موټرچلوونکی هم و، زنګ واهه، هغه هم ځواب رانه کړ، په همدې حال کې چا دروازه وټکوله، کور کې بل څوک نه وو، زه ور ووتلم، وویل شول، سپین موټر ستاسو دی؟ چا ورباندې ډزې کړې دي.))

محمد طاهر چې ۷۷ کاله عمر لري، په ډک ستوني زیاته کړه: ((ما ځان تر موټره ور ورساوه، ومې لیدل چې زموږ د کور په ۲۰۰ مترۍ کې د ښوونځي ترڅنګ جمپونه دي، کله چې موټر دویم جمپ ته چې لږ لوړ دی، رسېدلی، ډزې پرې شوې، یوسف رشید ځای پر ځای شهید شوی و، خو وراره مې (سميع جان) ساه اخیسته، ژر مې یې له پلار سره اړیکه ونیوه، ورور یې چې موټر درلود، راغی او هغه یې ایمرجنسي روغتون ته انتقال کړ... یو نیم ساعت وروسته هغه هم شهید شو.))

هغه چې د املاکو ادارې متقاعد مامور دی، دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د پېښې په ځای کې امنیتي ځواکونه وو او که نه؟ وویل: ((سترګو مې نه لیدل، له یوسف رشید پرته مې نور څوک ونه شو لیدلای، له لاریانو او زموږ له ګاونډیانو پرته نه امنیتي سرتېري وو او نه بل څوک.))

دغه غمځپلي سپین ږیري وویل، نه پوهېږي چې زوی یې ولې ووژل شو! له هېچا سره یې دښمني نه درلوده او د افغانستان د خلکو یو خادم و چې تل به یې په ټاکنو کې د روڼتیا او عدالت غږ پورته کاوه.

هغه چې سخت یې ژړل، زیاته کړه: ((ساعت ته به مې کتل چې څلور بجې شي، خوشاله کېدم چې یوسف رشید راځي... اوس چې هر څومره له کړکۍ ګورم، سره له دې چې څلور بجې شي، خو هغه نه راځي.))

نوموړي زیاته کړه، د رشید درې نیم کلنه لور مریم د خپل پلار له جدایی دومره اغېزمنه شوې چې د ماشومتوب خوږې خبرې یې هېرې کړې او یواځې ځينې وخت «بابا، بابا» غږ کوي.

حاجي محمد طاهر زیاته کړه: ((مریم یې کوچنۍ لور وه، نازدانه وه، په پلار ګرانه وه، که به ویده وه، نو له خوبه به یې راويښوله.))

دغه راز هغه وویل، سمېع د رشید د موټرچلوونکي دنده ترسره کوله، د هغه د جدايۍ درد هم د دوی کورنۍ د غم په ټغر کېنولې ده.

هغه په هېواد کې د سولې د ټینګښت غوښتنه کوي، چې د رشید او سمېع په څېر نورې کورنۍ خپل دوستان له لاسه ور نه کړي.

د یوسف رشید لور مدینې رشید چې شاوخوا لس کاله عمر لري او د ښوونځي زده کوونکې ده، د ژړا په حالت کې وویل: ((موږ په ارزان قېمت کې د ماما په کور کې وو، موږ ته یې وویل چې پلار مو ټپي شوی، کور ته تر رسېدو پورې سخته تمامه شوه، په لاره کې مې پلار سترګو ته راته، خو کله چې راورسېدو، خبر شو چې شهید شوی دی.))

هغې زیاته کړه: ((زه چې وړه وم، پلار مې د بي بي په نوم غږ راته کاوه، کله چې لویه شوم، مدینه یې راته ویل، هره ورځ به زه او مریم د پلار د راتګ پر مهال په زینه کې پټېدو او هغه به مو ډاراوه، «بو» به مو کول، بیا به هغه موږ به غېږه کې نیولو، اوس چې هر څومره انتظار کوو او دروازې ته ګورو، پلار مو نه راځي چې موږ یې وډار کړو.))

نوموړې په داسې حال کې چې ستونی یې له ژړا ډک و، زیاته کړه: ((هره ورځ به ما او مریمې ورته زنګ واهه او هر شی به مو ترې غوښتل، اوس موږ چاته زنګ ووهو، څوک چې پلار ونه لري، هېڅ شی نه لري، څوک چې د هغه په وژلو کې لاس لري، اعدام دې شي.))

په ورته وخت کې د رشید د موټرچلوونکي او تره د زوی سميع ورور محمد ولي اخلاقي پژواک ته وویل، ورور یې ۳۳ کاله عمر درلود او له نوموړي درې لوڼې او یو زوی پاتې دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د حکومت له خوا د دوی کورنیو ته نه ده ثابته شوې چې نیول شوي کسان د رشید او سمېع قاتلان دي او که نه.

د هغه په خبره، اوس مهال د سميع د کور مسوولیت د ده او پلار پر غاړه دی، ځکه د سميع ټول اولادونه تر شپږ کلونو کم عمر لري.

اخلاقي وویل، د یادې پېښې عاملین باید پر اعدام محکوم شي چې نور کسان پند ترې واخلي.

هغه هم په هېواد کې د شاوخوا څلور لسیزې جګړې او وینې تویېدنې د پای ته رسولو او سولې د ټينګښت یواځینۍ لار ګڼي او وايي: ((سوله د ټولو افغانانو هیله ده، که سوله وای، موږ به هره ورځ د ځوانانو د وژنو شاهدان نه وو، باید سوله تامین شي ترڅو اولادونه مو یتیم او ښځې مو کونډې نه شي.))

د یوسف رشید ورور او همکار انجنیر عبدالباقي رشید وویل، پر یوسف رشید د برید په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر یې له رسنیو او ټولنیزو شبکو اورېدلی  دی، خو تر اوسه یې تورن کسان له نږدې نه دي نیولي.

هغه په دې اړه د حکومت له خوا د وضاحت غوښتنه وکړه او وویل: ((موږ په دې اړه ډېر ډاډه نه یو چې نیول شوي کسان حقیقي جنایت کوونکي دي او که نه، زموږ تمه دا ده چې اصلي جنایت کوونکي مشخص او پر سخته سزا محکوم شي.))

هغه زیاته کړه: ((یوسف رشید په ټولو پورې تړاو درلود، د عدالت او ارامۍ لپاره یې هڅې کولې، له هېڅ سیاسي لوري سره یې اړیکه نه درلوده او دغه قضیه باید په جدي توګه وارزول شي او جزئیات یې له کورنۍ او همکارانو سره شریک شي.))

انجنیر محمد نعیم اصغري چې اوسمهال د فیفا سرپرستي کوي، وویل: ((د شهید یوسف رشید د ترور په اړه مو له کورنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده چې دوه موخې یې لرلې، د رشید کورنۍ باید د هغه د وژنې د څرنګوالي په اړه پوه شي... دویم دا چې موږ ته معلومه شوې وای چې د هغه ترور په فیفا کې له کار کولو سره که له شخصي ژوند سره يېتړاو درلود؟ که يې له فیفا يې سره تړاو درلود چې موږ خپل تدابیر ونیسو.))

هغه زیاته کړه: ((د رشید له وژل کېدو یوه ورځ مخکې په فیفا دفتر کې د مدني فعالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د موجودیت پر اوازو او امنیتي مسایلو ناسته ترسره شوه او یوسف رشید په دې ناسته کې وویل، د نوموړي پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.))

هغه زیاته کړه: ((د ترور لامل یې باید موږ ته روښانه شي چې په دې قضیه کې کومو کسانو لاس درلود، موږ د یوسف رشید په حق کې د عدالت د تامین غوښتنه کوو.))

هغه په جدي توګه د یادې قضیې د څېړلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د رشید له ترور وروسته تر اوسه هېڅ امنیتي او کشفي ارګان د فیفا او د رشید کورنۍ ته د قناعت وړ وضاحت نه دی ورکړی.

د یوسف رشید د وژلو په تور د شپږو کسانو نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت د روان کال د مرغومي په ۲۲مه د یوسف رشید او د هغه د موټرچلوونکي د ترور په تور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.