ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار غبرګو چاودنو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ښار غبرګو چاودنو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
14 Mar 2021 - 20:41
د کابل ښار غبرګو چاودنو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
14 Mar 2021 - 20:41

کابل (پژواک, ۲۴ کب ۹۹) : د کابل پولیس وایي چې په دوو چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د کب په ۲۴ مه, پژواک اژانس ته وویل چې دغه چاودنې نن ماښام مهال د درېيمې اوشپږمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دا چاودنې د درېیمې حوزې ګولاي دواخانه او د شپږمې حوزې سر کاریز سیمو کې پر تونس موټرو شوې دي.
فرامرز وایي چې په دواړو چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي .
ده وویل چې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي, خو د مړو او ټپیانو هویت یې په ډاګه نه کړ.
د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.
د یادونې ده چې ترڅو ورځني ځنډ وروسته په کابل ښار کې دغه چاودنې وشوې.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.