ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د یوې ځوانې مېرمنې په ګډون دوه کسان وژل شوي

په فراه کې د یوې ځوانې مېرمنې په ګډون دوه کسان وژل شوي

author avatar
8 Apr 2021 - 17:51
په فراه کې د یوې ځوانې مېرمنې په ګډون دوه کسان وژل شوي
author avatar
8 Apr 2021 - 17:51

فراه (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۰ ) د فراه ښار په مرکز کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د فراه ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه ۲۴ کلنه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
د هغه په وینا، دغه مېرمن نغمه نومېږي چې پر سر د ډبرې ګذارونو له امله وژل شوې او مېړه یې هم د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: «نن سهار هم د یو ۲۳ کلن ځوان مړی د فریدون له تاریخې کلا چې د فراه ښار شمال ته موقعیت لري، پیدا شوی دی.»
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند په خبره، تر اوسه د دغه کس هویت چې په مرموز ډول وژل شوی نه دی معلوم او جسد یې عدلي طب ته لېږدولی دی.
د هېواد په لوېدیځ کې، فراه د هغو ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي چې د کورني تاوتریخوالي کچه په کې ډېره لږ ده.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.