ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په دوو ولسواليو کې خلک د پاکستان مخابراتي شبکې سيمکارتونه کاروي

د پکتيکا په دوو ولسواليو کې خلک د پاکستان مخابراتي شبکې سيمکارتونه کاروي

author avatar
14 Apr 2021 - 12:32
د پکتيکا په دوو ولسواليو کې خلک د پاکستان مخابراتي شبکې سيمکارتونه کاروي
author avatar
14 Apr 2021 - 12:32

ښرنه (پژواک، ٢٥ ورى ١٤٠٠): د پکتيکا ولايت په تروې او وړممۍ ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي له امله خلک اړ شوي چې د پاکستان مخابراتي شبکو له سيمکارتونو استفاده وکړي.

د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صادق د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.

هغه وايي: ((دلته په هېڅ برخه کې کار نه دى شوى، نه روغتيا، نه پوهنه او نه هم مخابرات، نو خلک اړ شوي چې له پاکستاني سيمکارتونو استفاده وکړي.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ د پاکستان (ټيلي نار) سيمکارت کار کوي او  ډېرو خلکو اخيستي دي.

دى زياتوي: ((دغه سيمکارتونه خلک په پاکستاني شناختي کارتونو په ٢٥٠ پاکستانۍ کلدارو ترلاسه کوي، کريډېټ کارتونه يې هم د ولسوالۍ په ډېرو دوکانونو کې پيدا کېږي.))

دغه راز د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي درمحمد پژواک ته وويل چې د تروې ترڅنګ په وړممۍ ولسوالۍ هم خلک له پاکستاني سيمکارتونو استفاده کوي.

دى وايي: ((موږ په کراتو د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کړې خو چا دا مشکل نه دى حل کړى او که بيا هم حل نه شي، په وړممۍ او تروې دواړو کې به د ټيلي نار کاروونکو شمېر نور ډېر شي.))

همدارنګه د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د ټيلي نار له سيمکارته د عامو خلکو ترڅنګ حکومتي کسان هم استفاده کوي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه په پکتيکا کې د مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا) مسوول ابراهيم جاهد پژواک ته وويل چې په تروې او وړممۍ ولسواليو کې د مخابراتي خدمتونو نه شتون له امله خلک له پاکستاني سيمکارتونو استفاده کوي.

نوموړى وايي چې د يادې ستونزې حل په موخه دوى له مخابراتي شبکو سره خبرې کړې او هغو په يادو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعالولو ژمنې کړې دي.

همدارنګه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې پر دې موضوع دى هم خبر دى او کوښښ کوي چې په يادو سيمو کې د پاکستاني سيمکارتونو د فعاليت مخه ونيسي.

ده زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې له ټولو امکاناتو کار واخلو، څو په دې ولسواليو زموږ خپل مخابراتي شبکې فعاليت پيل کړي او د پاکستاني سيمکارتونو د فعاليت مخه ونيول شي.))

د يادونې ده، له دې وړاندې هم د تروې او وړممۍ ولسواليو اوسېدونکو د نورو لومړنيو خدمتونو له نشتوالي هم شکايتونه کړي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.