ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د کرونا ناروغانو شمېره لوړه خو د مړينې کچه ټيټه ده

په ننګرهار کې د کرونا ناروغانو شمېره لوړه خو د مړينې کچه ټيټه ده

author avatar
26 Apr 2021 - 17:27
په ننګرهار کې د کرونا ناروغانو شمېره لوړه خو د مړينې کچه ټيټه ده
author avatar
26 Apr 2021 - 17:27

جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د کرونا درېيمه څپه پيل شوې چې چارواکي په کې هره ورځ تر سلو د مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي، خو د خلکو بې غوري د اندېښنې وړ ګڼي.

د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانانو ډېر تګ راتګ او هلته د کرونا د پېښو ډېروالي که څه هم اندېښنې زیاتې کړي، خو چارواکي وايي، تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې چې مستقيما له دغه هېواده را انتقال شوې وي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايتي اداره وايي، له روغتيايي او نورو اړوندو ادارو سره يې په دې سلا مشورې پيل کړي چې په جلال اباد ښار کې د کرونا د مخنيوي لپاره څه ډول ځانګړي تدابير پيل کړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د کرونا له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې ټولټال ۱۱زره او ۱۷۸ نمونې اخیستل شوي چې له ډلې يې ۳زره او ۵۸۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تازه د ۲۰۲۱ کال د اپریل له لومړۍ اوونۍ څخه د کرونا پېښې زياتې شوي چې تر اوسه شاوخوا ۹۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له ډلې يې ۵۸ پېښې د کرونا نوی ډول چې د بريتانوي کرونا په نوم ياديږي،   شته .

هند او پاکستان چې افغانان ورته ډېر تګ راتګ کوي په دې وروستيو کې په کې د کرونا پېښې سختې زياتې شوي چې دلته په کور دننه يې هم د کرونا د پېښو د ډېرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی هم وايي چې دغه ولايت کې د کرونا درېيمه څپه پيل شوې او هره ورځ تر ۱۵۰ کسانو د کرونا د تشخيص لپاره ورځي چې تر سلو پورې په کې مثبتې پېښې ثبتېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دلته د کرونا پېښو له تېرو درېیو اوونيو راهیسې شدت اخیستی، خو لا تر اوسه د مړينې پېښه دوی سره نه ده ثبت شوې.

دی زياتوي: ((موږ ويلی شو چې مختلفو وختونو کې د کرونا پېښې زياتې او کمې شوې، که موږ همدغې ته څپې ووايو نو موږ لومړۍ څپه هم تېره کړه، دوهمه هم او اوس درېيمه کې موږ عملاً يو، اول چې کرونا راغله زموږ واقعات زيات شول، بيا وروسته درې مياشتې مسلسل د واقعاتو کمښت سره مخامخ شو، دويم ځل بيا پېښې زياتې شوې. اوس له تېرو درېیو اوونيو راهیسې بيا پېښې زياتې شوي چې د ورځې تر سلو مثبت پېښې ثبتېږي.))

د دراني د معلوماتو له مخې، د تېرو څپو په پرتله دې څپه کې پېښې ډېرې خو مړينه کمه ده چې لامل يې هم دوه کېدلی شي، يو د تدابيرو او تجربو ډېروالی او بل هم هغه کسان چې د کرونا پر وړاندې يې مقاومت کم و، تېر کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي، په حکومتي کچه ټول تدابير نيول شوي خو د ولس همکاري ډېره کمزورې ده ځکه د ځان ساتنې هېڅ راز وسايل نه استعمالېږي، فاصله چې ډېره ګټوره ده نه عملي کېږي.

هغه د خپلو تدابيرو په تړاو وايي: ((زموږ د عامه پوهاوي پروګرامونه شروع دي، د سکينګ پروګرامونه مو پيل کړي دي، ټولو ولسواليو کې مو مرکزونه فعال دي، لابراتوار مو فعال دی، اکسيجن مو پوره دی، موږ تقريباً ۶۰۰ بالونه اکسيجن لرو چې لومړني وخت کې موږ شل او دېرش هم نه لرل. سره له دې چې زموږ روغتون پنځوس بستره ده خو موږ تر دوو سوو بسترونه لرو.))

هغه له خلکو غواړي که دوی د کرونا لپاره خپله تدابير ونيسي نو روغتون ته د تګ اړتيا نه پېښېږي او دې ته نه اړ کیږي چې د اکسيجن د کمښت او يا هم د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله ژوند له لاسه ورکړي.

د تورخم له لارې ډېر تګ راتګ د اندېښنې وړ دی

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي بيا د تورخم ښارګوټي له لارې پاکستان ته د ډېرو افغانانو تګ راتګ او هلته د کرونا د پېښو شدت يوه لويه اندېښنه ګڼي چې ګواکې له دغې لارې به بيا دلته پېښې زياتې شي.

سره له دې چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له بهرنيو هېوادونو افغانستان ته د راتګ لپاره د کرونا معاينات حتمي کړي، خو د تورخم له لارې د تګ راتګ اندېښنه دا ده چې په پېښور کې جعلي ټیسټ پارچې جوړېږي او ښايي په کرونا اخته کسان هم ننګرهار ته راشي.

فرهاد ساپی چې له پېښور څخه جلال اباد ښار ته راغلی وايي، لا هم په تورخم که نه ټولنيز واټن مراعت کېږي، نه هم ماسک حتمي شوی او نه نور تدابير نيول شوي په داسې حال کې چې د پېښور په ګډون ټول پاکستان کې کرونا په شدت کې روانه ده.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی وايي، تر اوسه که څه هم داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې چې هغه دې له پاکستان څخه راغلی شخص وي او په کرونا هلته اخته شوی وي خو وايي، د تورخم له لارې ډېر تګ راتګ لويه اندېښنه ده.

دی زياتوي چې هلته په منظم ډول سکينګ روان دی، د کرونا ټيسټ کتل کېږي او نور تدابير هم نيول شوي دي.

جلال اباد کې د ځانګړو تدابيرو تابيا:

په همدې حال کې د ننګرهار والي وايي، پلان لري چې جلال اباد ښار کې چې له يو ميليون ډېر وګړي په کې ژوند کوي ځانګړي تدابير په پام کې ونيول شي چې د کرونا په دغه څپه کې بيا ستونزې ډېرې نه شي.

ضياء الحق امرخېل پژواک ته وويل: ((موږ به څه تدابير ځانګړي ولرو خو ډاډمن يم چې په ټول افغانستان کې به زموږ د صحت عامې وزارت او تر څنګ يې هغه وزارتونه او ادارې چې په دغه برخه کې کار کوي ځانګړي تدابير به لري او ولس سره به يې شريکوي.))

خلک هم غوښتنه لري چې په اوسنيو شرايطو کې بايد حکومت پاکستان او هند ته په بې اړتيا تګ راتګ بنديز ولګوي او تدابير ورته قوي کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی فيصل جبارخېل وايي، حکومت دې دغو دواړو هېوادونو ته په تګ راتګ قيودات وضع کړي او هم دې بې اړتيا تګ راتګ منع کړي.

په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي چې هلته کرونايي وضعيت سخت خراب دى او له افغانانو يې غوښتي چې په دې ورځو کې دې دغه هېواد ته له سفره ډډه وکړي.

افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥٩ زره کسان په کرونا اخته شوي خو په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٤٧ ميليون کسان په کرونا اخته دي چې له دې شمېر څخه ١٢٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،١ ميليون نور يې له امله مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 613

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.