ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د لوګر په مرکز کې ١٢ سرتېري وژل شوي

author avatar
6 May 2021 - 15:30
author avatar
6 May 2021 - 15:30

پل علم (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠): د لوګر يو شمېر امنيتي سرچينې وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې په مرکز پل علم کې ١٢ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د عمر اباد او پادخواب شانې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

دى وايي چې دغه دواړه پوستې طالبانو نيولي او په ترڅ کې يې ١٢ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((په عمر اباد کې د پوليسو او په پادخواب شانه کې د ملي اردو پوستې سقوط کړى چې د پوليسو په پوسته کې پنځه تنه او د ملي اردو په پوسته کې ٧ کسان وژل شوي دي.))

دغه راز د عمر اباد سيمې یوه اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وويل چې طالبانو د دوى د سيمې په پوسته کې پنځه پوليس وژلي او بيا يې پوستې ته اور اچولى دى.

بلخوا د لوګر ولايت مقام بيا د پوستو د سقوط خبره نه تاييدوي، خو وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې د يوه قوماندان ملا عبدالله په ګډون څلور طالبان په پادخواب شانه سيمه کې وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې طالبانو په لوګر کې دوه پوستې نيولي او حکومتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو په پل علم ښار کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي پر ډزو وژلي وو.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.