ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو

د لوګر د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو

author avatar
10 May 2021 - 23:10
د لوګر د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر ووژل شو
author avatar
10 May 2021 - 23:10

پل علم (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰) : د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ پخوانی وياند شاه پور احمدزی په يو وسله وال بريد کې ووژل شو..

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د غویي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ناپېژاندو وسله والو دغه برید نن مازديګر د پل علم ښار د «چوک شهدا» په سیمه کې کړی و.

نوموړي زیاته کړه چې په برید کې شاه پور وژل شوی او د دې حوزې پخوانی آمر خالد يعقوبي ژور ټپي شوی دی.

چارواکي وايي چې شاه پور احمدزی، چې څو مياشتې مخکې د پل علم د لومړۍ امنيتي حوزې آمر ټاکل شوی و، د وروستيو څو کلونو لپاره د لوګر امنيې قوماندانۍ د وياند په توګه دنده ترسره کړې وه.

تر اوسه د ياد برید مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

څو ورځې مخکې د لوګر د اقتصاد رئیس هم په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

تر دې مخکې په لوګر په محصلینو باندې موټر بمب برید وشو چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.