ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوربند لومړۍ ورځ: په څلورو چاودنو کې ۲۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اوربند لومړۍ ورځ: په څلورو چاودنو کې ۲۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 May 2021 - 22:44
د اوربند لومړۍ ورځ: په څلورو چاودنو کې ۲۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 May 2021 - 22:44

کابل  (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۰): داختر په لومړي ورځ چې ددرې  ورځني اوربند لومړۍ ورځ هم وه، په دریو ولایتونو کې د څلورو چاودنو له امله ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی و، چې وروسته د افغان حکومت هم ورته اعلان وکړ او ویې چې دوی هم اوربند کوي.

د اوربند په لومړي ورځ لومړۍ چاودنه د کابل په کلکان ولسوالۍ کې وشوه، چې له امله یې د برښنا شرکت یو کارکوونکی ټپي شو.

د برښنا شرکت وایي چې ددوی کارکوونکو هلته د یوې الوځول شوې پر ترمیم بوخت و، چې تیره شپه په چاودنه کې الوځل شوې وه، چې ناڅاپه بله چاودنه وشوه.

دویمه چاودنه په کندوز ولایت کې وشوه، د کندوز ښار څلورمې امنیتي حوزې امر شېراحمد پارسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د کندوز ښار په سردورې سیمه کې د ریموټ کنټرول ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او لس نور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.

د هغه په خبره، د ټپیان په ډله کې هم شپږ ماشومان شامل دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو امنیتي مسوولین دغه کار د وسله والو طالبانو بولي.

بلخوا په کندهار ولایت کې د سړک غاړې ماین په دوو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

لومړۍ پېښه نن له غرمې مخکې د میوند ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د ملکي وګړو پر فیلډر موټر شوې ده چې په موټر کې سپاره پنځه ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دویمه چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو سیمه کې شوې ده. بارکزی وايي، چاودنه پر ټکسي موټر شوې ده چې له امله یې ۲ ماشومان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۳ نورکسان ټپیان دي.

د ده په خبره چې دغه ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو او دولتي ځواکونو پر یو بل د بریدونو په اړه خبرونه نه دي ورکړي.

Visits: 683

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.