بامیان (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): پنځه بامیانۍ نجونې چې په یوه کوچني دوکان کې یې نقاشي او حکاکي شوې تابلوګانې د پلور په موخه ایښې دي له حکومت څخه غواړي چې د دوی له هنره دې ملاتړ وکړي او ستونزو ته یې دې رسېدنه وشي.
دغو نجونو چې خپلې نقاشي شوې تابلوګانې، کاري شبکې او کندنکارۍ یې بامیانو ښار کې د «صلصال هنري کارځای» په نوم دوکان کې پلور ته اېښي دي وايي، د نقاشۍ او کندکارۍ هنر یې د اغا خان بنسټ له خوا په جوړ شوي درې میاشتني کورس کې زده کړی دی.
دوی د دوامداره برېښنا نشتون، د پېرېدونکو کمښت او حاکمه بېوزلي د خپلو کارونو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې او له مسوولینو یې وغوښتل چې یادو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د یادو نجونو له ډلې یوه بس ګل کریمي ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په بامیانو ولایت کې د اغاخان بنسټ په درې میاشتني پروګرام کې د کندنکارۍ هنر زده کړ او په روان کال کې یې له څلورور نورو ملګرو سره چې له دغه پروګرام څخه فارغې شوې وغوښتل دوکان جوړ کړي او اثار یې وپلوري.
هغې پژواک ته په ځانګړو خبرو کې وویل: ((زموږ هنرمندو نجونو ستونزه داده چې اثار مو پلور نه لري، ځکه چې د بامیانو اوسېدونکي ډېری بېوزله دي او یا له دغه هنر سره لږ اشنايي لري.))
نوموړې له حکومته وغوښتل چې د دوی اثارو ته د بازارموندنې لپاره دې په بامیانو او له بامیانو بهر پاملرنه وشي څو په دغه ولایت کې نوموړې او لسګونه نورې نجونې ډېر پرمختګ وکړای شي.
بس ګل وویل، د کارځای موقعیت یې مناسب نه دی، که په یوه غوره موقعیت کې دوی ته ځای ورکړل شي عمده ستونزه به یې حل شي.
نوموړې روښانه کړه، که څه هم د بامیان ښځو چارو ریاست په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې دغه ستونزه نه ده حل شوې.
د مهدیې په نوم بله نجلۍ چې اوس د ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، خو د اغا خان بنسټ په درې میاشتني ښوونیز پروګرام کې یې «سوخته کاري» هنر زده کړی او خپل تولید شوي اثار په صلصال کارځای کې نندارې ته ږدي.
هغې وویل، بامیان د افغانستان له امنو ولایتونو څخه دی، ښځې او نجونې په کې د نارینه وو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې پر کار بوختې دي او هڅه کوي چې د کورنۍ په اقتصاد کې فعاله ونډه ولري.
هغې وویل: ((زه لا د ښوونځي زده کوونکې یم، د ښوونځي ترڅنګ یو ټایم د انګلسي ژبې کورس هم وایم او په صلصال کارځای کې هم پر کار بوخته یم، مخکې له دې چې دغه کارځای جوړ کړو ما د کاري شبکې کارونه په کور کې ترسره کول او د پېرېدونکو څو فرمایشونه مې لرل.))
نوموړې هم له سیمه ییزو مسوولینو وغوښتل چې د دوی د تولیداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، څو دوی خپل هنر ته وده ورکړي.
دغه راز مهدیې د دامداره برېښنا نشتون د خپل کار د پرمختګ پر وړاندې بله ستونزه وبلله او د هغې د حل غوښتنه یې وکړه، زیاته یې کړه، په څو نندارتونونو کې یې ګډون کړی او ډېر اثار یې هم پلورلي دي.
په ورته وخت کې په بامیانو کې د ښځو چارو رییسې ذکیې رضايي پژواک ته وویل: ((د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو د مساعد کېدو په برخه کې د ښځو چارو ریاست په مستقیمه توګه کار نه کوي، خو د همکارو موسسو له لارې توانېدلي چې په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي.))
هغې زیاته کړه، دغه ریاست په دې وروستیو کې له یوې موسسې سره هوکړه کړې چې یو ډیزاینر جذب کړي څو په بېلا بېلو برخو کې سوداګرې ښځې چمتو کړي چې له ورځنیو بازارونو سره همغږې شي او تولیدات یې د پېرېدونکو، تولید او ډیزان د اړتیا مطابق وي.
نوموړې وویل، د صلصال هنري کارځای نجونې به هم په دغه پروګرام کې شاملې وي.