کندوز ښار (پژواک، ١٦ غبرګولى ١٤٠٠): د کندوز والي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور لس کسان نيولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې له کندوز ښار څخه د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور لس کسان نيولي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه کسان د وسله وال غلاوو، انسان تښتونې او له وسله والو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د کندوز خلک بايد په دې پوه شي چې هېڅ مجرم نه پاتې کيږي، ټول نيول کيږي او د قانون منګلو ته سپارل کيږي.))
دغه راز په ياده غونډه کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال فريد مشعل وويل چې د تېر يوې مياشتې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو له لوري لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.
ده زياته کړه: ((د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ډېر کسان موږ ونيول دامهال په عدليي او قضايي ارګانونو کې دي، نو همدا ده چې د جرمونو کچه هم ټېټه شوې ده.))
بل لورته د کندوز اوسېدونکي ټينګار کوي چې د حکومت له لوري نيول شويو کسانو ته بايد سزا ورکړل شي، ترڅو د نورو جرمونو د ترسره کېدو مخه ونيول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP