Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي امنیت: په ننګرهار کې ۱۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د ملي امنیت عمومي ریاست عملیاتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۱۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل.

د ملي امنیت ریاست له خوا د غبرګولي په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو ډلې پلان درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک یو هېنو ډوله موټر له میدان وردګو ولایت څخه ننګرهار ولایت ته د ترهګریزو کړنو په نیت انتقال کړي او د عامو وګړو پر وړاندې یوه فاجعه رامنځته کړي .

سرچینې زیاته کړې، د ملي امنیت عمومي ریاست د کشفي ځواکونو د پر وخت فعالیت له امله د وسله والو مخالفینو دغه پلان شنډ شو .

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت عمومي ریاست عملیاتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې دغه له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او ضبط کړ.

سرچینې زیاته کړې، د دغه موټر د چاودېدو په صورت کې په تخمیني ډول تر ۱۳۰۰۰ مترو د وړانګو خپرېدو له امله عمومي ودانۍ ویجاړېدې او د ننګرهار ولایت چاپېریال ته جدي زیانونه اوښتل او د هېواد په چاپېریال یې تر راتلونکو کلونو اغېزې پاتې کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.