ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: د امنیتي پوستو د تسلیمېدو په تړاو څو تنه منځګړي نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت: د امنیتي پوستو د تسلیمېدو په تړاو څو تنه منځګړي نیول شوي

author avatar
13 Jun 2021 - 18:59
د کورنیو چارو وزارت: د امنیتي پوستو د تسلیمېدو په تړاو څو تنه منځګړي نیول شوي
author avatar
13 Jun 2021 - 18:59

کابل (پژواک، ۲۳غبرګولی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د امنیتي پوستو د تسلیمولو په تړاو يې څو تنه منځګړي نیولي دي.

یاد وزارت خبرداری ورکړی چې که هر څوک دغه ډول عمل ترسر کړي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا نیول کېږي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، د یاد وزارت د ویاند طارق ارین له قوله په کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې د مخورو په نوم يو شمېر کسان په ځينو ولايتونو کې طالبانو ته د امنيتي پوستو د تسليمولو په خاطر منځګړيتوب کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو کسانو دغسې کړنې له دښمن سره مخامخ مرسته ګڼل کېږي.

ارین ویلي چې تراوسه څو تنه د دې قضیې په تړاو نیول شوي او هر څوک چې داسې کړنې تر سره کړي، له مخکې نه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د نیول کېدو امر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان وسله والو مخالفینو سره په ډېر قوت او قهرمانۍ سره مبارزه کوي او خلک له وطن، مال، ځان، ناموس او خپلو ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځینو راپورونو له مخې لغمان، بغلان او په څو نورو ولایتونو کې امنیتي پوستو د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط کړی دی.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.